Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حمزه عملیاتو په ترڅ کې د ۲۵۰ داعشیانو وژل کېدل

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې افغان ځانګړو ځواکونو له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د حمزه په نامه د دې ولایت په کوټ او اچین ولسواليو کې عملیات کړي او لا هم دوام لري. دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۲۵۰ د داعش وسله‎وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د اچین ولسوال، اسماعیل شینواري وویل:«تر اوسه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»

د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکي هم څرګندوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د دې ولسوالیو یو شمېر برخې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې دي.

په وژل شویو کسانو کې د طالبانو اوه قومندانان هم شامل دي.

شینواري زیاتوي:«هغه سیمې چې له ترهګرو پاکې شوې دي، امنیتي پوستې به په کې جوړې شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې هم له کلیو مېشتو کسانو غوښتنه کوي چې په خپلو سیمو کې دې داعش ډلې ته ځای نه ورکوي او له افغان ځواکونو سره دې همکاري کوی.
 
د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکي هم څرګندوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د دې ولسوالیو یو شمېر برخې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې دي

شریک یي کړئ