Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حنیف همګام مړی کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د هېواد مشهور ممثل حنیف همګام مړی نن کابل کې د سخي زیارت ته‎څېرمه خاورو ته وسپارل شو.

حنیف همګام چې د لوړ فشار په علت له یوې مودې راهیسې د کابل سردار محمدداوود خان په روغتون کې بستر وو د شنبې په ورځ ومړ.

د دغه ممثل د جنازې په مراسمو کې چې کومو سینمايي لوبغاړو او ممثلینو ګډون کړی وو د هغه له هنري کارکړنو په نېکۍ یادونه وکړه.

د حنیف همګام ملګري فخري په دې اړه وویل:«هغه ژمنه یې چې له ځورېدلي نسل او د ټولنې له ټیټې طبقې سره لرله، هغه یې پر ځای کړه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ یې په دې برخه کې کار وکړ.»

بل سینمايي لوبغاړي نجیب ارین هم په دې اړه وویل:«همګام یو ستر هنري شخصیت و، خو افسوس چې ځای یې اوس خالي دی.»

دا کسان د هغه کس تابوت لیږدوي ویرجن دي چې ډیر کلونه یې د نورو د خندولو لپاره کار کړی و.

حنیف همګام د څو کلونو لپاره د طلوع د زنګ خطر په خپرونه کې په کمېدي کارونو سره د طنز په توګه د هېواد پر ناخوالو نیوکې کوې او د خلکو پر شونډو یې موسکا خپروله.

حنیف همګام ۵۶ کلن و او د کابل پوهنتون د سینما او تیاتر په څانګه کې یې زده کړې کړې وې، هغه په څو افغاني او هندي فلمونو کې هم رول لوبولای دی.

ځینې سینماګران وايي چې د همګام مړینه نه جبران کېدونکې ده او هغه په سینما او طنز کې یو ښه استعداد و.

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې رییس جوان شېر حیدري په دې اړه وویل:«موږ پر یوه فلم کار کاوه چې په هغه کې همګام مرکزي رول درلود.»

د حنیف همګام وايي چې هغه د وینو د لوړ فشار له امله تېره ورځ د کابل سردار محمد داوودخان په روغتون کې ومړ.

شریک یي کړئ