Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به تر راتلوونکو دوو اوونیو پیل شي'

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل وې تر یوې او یا هم تر دوه راتلوونکو اوونیو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي نن (شنبې د چنګاښ په ۹مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې المان به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:«ښايي چې تر یوې او یا هم دوه راتلوونکو اوونیو د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي او المان د دې تضمین کړی چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ به د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.»

دا به لومړی ځل وي چې حکومت او طالبان به سره مخامخ خبرې وکړي؛ که‎څه هم طالبانو دوه ځلې له افغان سیاستوالو او شپږ ځله له امریکې سره لیدلي او د سولې په اړه یې سره خبرې کړې دي، خو له افغان حکومت سره یې هر ډول خبرې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو اووم پړاو د شنبې ورځې له غرمې وروسته پیل شو او د شپې تر نږدې لس بجو یې دوام وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه پړاو د خبرو اترو له پیل سره، دواړه لوري په افغانستان کې د سولې پر اهمیت او همدارنګه د جګړې پر پای ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دغې ناسته کې د امریکې او طالبانو استازو د چټک پرمختګ په اړه هوکړه لرلې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو ځينې پخواني غړي وايي چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د مهال‎وېش پر مشخصولو ټينګار لري.

له دې خبرو باخبره سرچینې وايي، د دې ورځو خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ په دوه ټکو بحث شوی دی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اولمپیک ملي کمېټې ريیس مولوي عبدالشکور مطمن په دې اړه وویل:«بحث په دوه موردو کې وو؛ یو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت مخشصول او بل د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر پيل د امریکا له خوا ټینګار شوی دی.»

خو یو شمېر پخواني طالب چارواکي په دې باور دي، که اووم پړاو خبرې بې له کومې پایلې پای ته ورسېږي، د دواړو لوریو ترمنځ به د سولې هوکړې ته رسېدل لا پیچلي شي.

پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا څرګنده کړه:«که‎چېرې د خبرو اترو دا پړاو پایلې ته ونه رسېږي، زه فکر کوم چې طالبان به پر امریکا خپل اعتماد له لاسه ورکړي او که‎چېرې بې پایله پاتې شي طالبان به هڅه وکړي چې امریکايانو ته ووايي د افغانستان د موضوع په اړه نه هم موږ او نه هم ځان ډېر بوخت نه کړي.»

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي و، په دې پړاو خبرو کې به له ترهګرۍ د نه ملاتړ تضمین، له افغانستان د بهرنیو عسکرو پر وتو، د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو او تر خوا یې تل پاتې اوربند باندې بحث شي او تر هغه چې پر ټولو برخو هوکړه و نه شي، پر یوې موضوع هوکړه ناشونې ده.

شریک یي کړئ