Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت او ملي شورا ترمنځ د هېواد د بهرني سیاست د طرحې ورکېدل

دهېواد د بهرني سیاست طرحه د حکومت او ملي شورا ترمنځ نادرکه شوې ده. په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه طرحه یې یوکال مخکې ملي شورا ته استولې خو د دغه مجلس د بهرنیو اړیکو کمېسیون بیا له حکومت څخه غواړي چې نوموړې طرحه ملي شورا ته واستوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه وویل:«د هېواد د بهرني سیاست بنسټیزې کرښې د ملي شورا له داوړ مجلسونو د نړیوالو اړیکو له غړو سره په سلا سره چمتو او د ۱۳۹۴ کال د مرغومې په میاشت ملي شورا ته استول شوې ده.»

خو ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې (د مرغومې په ۸ مه)په وغونډه کې له حکومت څخه وغوښتل چې بهرني سیاست اساسي کرښې ولسي جرګې ته واستول شي.

د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي وویل:«له افغان حکومت،له ښاغلي ولسمشر،د نړۍ له پروفیسور،له دویم نابغه څخه هیله کوو چې د هېواد د بهرني سیاست بنسټيزې کرښې ولسي جرګې ته واستوي.»

د حکومت په پیل کې د ولسمشر ژمنه

ولسمشر غني کابو دوه کاله وړاندې د لوړې د مراسمو پرمهال خپل بهرنی سیاست په پنځو برخو کې تعریف کړ.

ولسمشر ویلي وو:«زموږ هر اړخیزه هڅه به دا وي چې په لومړي ګام کې به له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره به د سیمیزو همکاریو په یوې هوکړه کې،په سیمه کې د سولې او ټیکاو د تأمین لپاره به په سیمه کې پایلې ته ورسېږو.»

خو د حکومت په لومړیو دوه کلونو کې د افغان حکومت بهرنی سیاست له هسکو او ټیټو سره مخ وو.

د مسکو غونډې ته نه بلل کېدل

په مسکو کې د سې‎شنبې په ورځ د روسیې،چین او پاکستان په غونډه کې د کابل نه بلل کېدل د افغانستان د بهرني سیاست په ناکامۍ پورې تړلې بولي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون غړی قادر ځاځی وايي:«هغه ننګونې چې موږ یې په مخ کې لرو،په ځانګړې توګه دا چې درې هېوادونه د افغانستان،طالبانو او د تور او سپين نوملړ په اړه خبرې کوي.»

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وویل:«د افغان حکومت له استازې څخه پرته د داشان غونډې جوړېدل د دې څرګندویه ده چې له بده مرغه افغان حکومت تراوسه،نه دی توانېدلی چې منلی بهرنی سیاست ولري. »

د چارو کارپوهان وايي چې د افغانستان د بهرني سیاست د اساسي کرښو نه څرګندوالی، د هېواد لپاره زیان رامنځته کوونکی بلل شوی دی.

د پوهنتون استاد طاهر هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ بهرنی سیاست یو مقطعي او روزمره سیاست دی یعنې موږ نه یوو توانېدلي چې هېوادونه څه کارونه ترسره کوي ترڅو مثبت او منفي غبرګونونه وښيي او مخه یې ونیسو.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرامرز تمنا په دې اړه وايي:«د بهرني سیاست لرل له ورځني او سملاسي پرېکړو څخه د تېښتې او له خبرتیايي خوځښت سره  له نړۍ سره د جوړجاړي په مانا دی.»

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د هېواد د بهرني سیاست اساسي کرښې پنځلس مورده دي ، په دې مسوده کې امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایل هم ځای پر ځای کړل شوي دي.

شریک یي کړئ