Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکومت د اوربند پای او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پیل احتمال

ټاکل شوې ده چې د طالبانو په وړاندې د حکومت ۱۷ ورځنی یو اړخیز اوربند، د نن ورځې په پای(جمعه د چنګاښ ۸ مه) پای ته ورسېږي.

ولسمشر غني، د کوچني اختر د راسېدو په مناسبت د طالبانو په وړاندې یې اوه ورځې اوربند اعلان کړ چې له هغې وروسته طالبانو هم د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

خو د یو طالبانو د اوربند د پای په درشل کې ولسمشر غني یو ځل بیا د لسو ورځو لپاره اوربند وغځوه او له طالبانو څه یې هم وغوښتل چې خپل اوربند وغځوي، چې د طالبانو له خوا ور نه کړل شو او د دغې ډلې جنګیالیو د امنیتي ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړل.

له هغه وخته تراوسه امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د دفاع وزارت په ویاند، که‎چېرې ولسمشر یو ځل بیا اوربند تمدیت نه کړي، امنیتي ځواکونه به یرغلي حالت غوره کړي او خپل پوځي عملیات به له سره پیل کړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه وویل:«موږ حاضر یوو چې ټولو ګواښونو ته ځواب ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې دولتي ځواکونه په نهو ولایتونو کې د طالبانو د خوځښتونو په دفاع کې بوخت دي. له دې ډلې د فاریاب، کندوز، او میدان وردګ ولایتونه د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو شاهدان دي.

په فاریاب ولایت د دغو جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د خلکو پنځه ورځني اعتراض دوام لري.

د فاریاب اوسېدونکي د یو طرفه اوربند له پای ته رسېدو وروسته د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د احتمالي پرځېدو په اړه اندېښنه لري.

د فاریاب یو تن اوسېدونکی وايي:«زموږ لپاره شرط مه اېږدئ، زموږ امنیت خوندي کړئ له خدایه ووېرېږئ.»

اخوا په کابل کې د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه ولایت پر امنیتي حالت اندېښنه لري.

له دې ټولو سره په دغه ولایت کې د پولیسو یو منصب لرونکی، د تجهیزاتو له کموالي شکایت لري او وايي چې تحکیمات سم نه دی او درنې وسلې هم شتون نه لري.

حکومت په پیل کې د روژې له اووه ویشتمه د اختر تر پنځمه اوربند اعلان کړ خو طالبانو یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ وروسته حکومت د لسو ورځو لپاره یو طرفه اوبند اعلان کړ چې دغه کار د طالبانو له نښتو سره ځواب شو.

که څه هم څو ساعتو وروسته د طالبانو په وړاندې د حکومت لس ورځنی اوربند پای ته رسېږي، خو حکومت د دغه اوربند د غځولو او یا د پوځي عملیاتو د پیل په اړه تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ