د جمعیت اسلامي ګوند په سلګونه پلویانو په کابل کې د «یووالي او همپالنې» تر نامه لاندې غونډې پر مهال د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک پر نه پلي کېدو نیوکه وکړه او د حکومت مشران یې په بېپروایۍ او ځانځانۍ تورن کړل.
د دې غونډې ګډون وال وايي چې د ملي یووالي په حکومت کې د جمعیت اسلامي ګوند ونډه کمرنګه ده.
د دین عالم صفي احمد حقاني وویل:«زموږ ولسمشر باید له خلکو څخه مشوره واخلي او د هغوی حق او حقونه ورکړي؛او په ځانګړې توګه د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند حقونه.»
پخوانی جهادي قومندان جنرال مشتاق څرګنده کړه:«موږ مجاهدین یې ډي ډي ار (وسلې یې واخیستې)کړو.»
په همدې حال کې عطا محمد نور دې غونډې ته یو پیغام استولی وو چې په کې راغلي له ولسمشر غني سره په نظام کې د جمعیت اسلامي د ونډې د پراختیا لپاره خبرې روانې دي.
د ولسي جرګې غړي فرهاد عظیمي وویل:«ځینې ګمانونه چې د جمعیت اسلامي د مشرتابه پلاوي ترمنځ رامنځته شوي دي،د دغو خبرو اترو بهیر یې پڅ کړی دی؛خو مذاکرات روان دي ترڅو خپلو غوښتنو ته ورسېږو.»
د ګوند له مشرتابه څخه د ګوند د غړو نیوکې
خو د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر مطرحه غړي د دغه ګوند پر مشرتابه پلاوي څخه سخته نیوکه کوي او وايي چې له ډېریو پرېکړو څخه نه خبرېږي.
د مشرانو جرګې غړي محمد علم ایزدیار وویل:«له ۱۷ کلنۍ څخه د دغه ګوند غړيتوب لرم او په دغه تنظیم کې مې ډېرې هڅې ټیټې لیدلې دي،خو له بده مرغه د دغه ګوند له هېڅ پرېکړې څخه خبر نهلرم.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند مهمې څېرې هم د دغه ګوند د بل غړي احمد ضیا مسعود په کور کې راغونډ شوي وو او د خپل منځي اختلافونو په لمنځه وړو یې خبرې وکړې.