Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت لخوا د قطر ناستې د ګډون‎کوونکو لومړني نوملړ چمتو کېدل

حکومت په دوحه کې د سولې په ناسته کې د ګډون کوونکو یو ۲۵۰ کسیز لومړنی نوملړ چمتو کړی دی.

په دې نوملړ کې ۹۰ تنه له حکومته بهیر د سیاسي بهیرونو غړي دي او ّاتي نور یې د حکومت لخوا معرفي شوي دي.

په دې ۲۵۰ کسیز نوملړ کې ۵۲ ښځو نومونه هم لیدل کېږي.

په دې اړه د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وايي هغه کسان چې په دې نوملړ کې یې نومونه دي د افغانستان د ټولو اقشارو استازیتوب کولی شي.

دی زیاتوي:«د دوحې کنفرانس لپاره د افغانستان د حکومت نوملړ چې د سیاسي ګوندونو، د سیاسي مستقلو شخصیتونو او مربوطه بنسټونو لخوا معرفي شوي وو، به دې نوملړ کې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کېږي.»

د حکومت لخوا په دې چمتو شوي نوملړ کې د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، دیني عالمانو، سیاسي فعالانو  او د خبریالانو نومونه لیدل کېږي.

که څه په خپاره شوي نوملړ کې د محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور او د یونس قانوني نومونه ځای لري، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار ته د نېږدې کسانو او د دوی نومونه به دې نوملړ کې نه شته.

همداراز د ولسمشرۍ نوماندانو له ډلې یوازې د حنیف اترم نوم په دې نوملړ کې لیدل کېږي.

د خپاره شوي نوملړ لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د ولسمشرۍ نوماندانو له ډلې یوازې د حنیف اترم نوم په دې نوملړ کې لیدل کېږي

شریک یي کړئ