Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت له خوا د یوه څلور کلن امنیتي پروګرام طرحه

افغان حکومت تمه لري،ترڅو د څلور کلن امنیتي پروګرام له عملي کېدو سره د هېواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کیفیت او کمیت له پلوه ژور بدلونونه راشي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وویل:«د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د پراختیا او همدارنګه د دغو ځواکونو د فعالیتونو د اغېزمنتیا لپاره د هر اړخیزو ارزونو سره یو څلور کلن پلان جوړ شوی دی.»

د ځمکنیو ځواکونو متحدول او د پیاوړي مدیریت رامنځته کېدل. په دې پروګرام د چورلکو، جنګي الوتکو لکه سوپر توکانو، ښکاري او جټ الوتکو شمېر ډېرول هم شامل دي.

  د ملي پوځ د کمانډو سمبالول او زیاتوالی،د وسله والو ځواکونو د اکمالاتو په برخه کې د اصلاحاتو رامنځته کېدل، یعنې له ځنډ څخه پرته اکمالات، او د کشفي ، استخباراتي او انجینیري برخو پیاوړي کول د دې څلور کلن پروګرام برخه ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«د خپلو قطعاتو د ۸۲ اکمالاتو سره،وسایط، وسلې،الوتکې او ټول په برابره توګه تعقبېږي او د دغه پروګرام مالي لګښت د امریکا له خوا چمتو کېږي.»

د ناټو په معیارونو برابر د هېواد د امنیتي ځواکونو سمبالتیا او ۲۰۱۷ زیږدیز کاله  تر یوې کچې ځان بساینې ته د افغان هوايي ځواک رسېد او سمبالول د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي هوکړه لیک اصلي برخه ده. خو دا ژمنه تر اوسه د ناټو لخوا عملي شوې نه ده. اخوا ملي دفاع وزارت وايي چې واشنګټن اوس‎مهال د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په موخه د هېواد د سمبالتیا لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه زیاته کړه:«د امریکا نوې مشرتابه او ملي دفاع وزارت یې پرېکړه کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ژر تر ژره د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه اکمال کړي.»

په دې لړ کې د ناټو سرمنشي د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالتیا او روزنې په اړه داسې وايي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« دا زموږ د ټولو په ګټه ده چې له افغان امنیتي ځواکونو سره زموږ مرستې دوام وکړي ترڅو دا ځواکونه وکړای شي د خپلو خلکو امنیت ټینګ کړي. دا هغه څه دي چې ناټو او زموږ متحدان یې د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالتیا لپاره ترسره کوي.»

 اخوا ویل کېږي چې د امریکا یو پلاوی به د څلور کلن امنیتي پروګرام او د هوايي ځواک د سمبالتیا څېړنې په موخه کابل ته راشي. د واشنګټن له‎خوا افغانستان ته د کابو ۲۰۰  نورو چورلکو او الوتکو ورکړه د دغه پلاوي د خبرو بله برخه به وي.

شریک یي کړئ