Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت نوملړ: ډېری ازاد شوي طالب بندیان د څلورو ولایتونو دي

افغان حکومت نن دوشنبې (د چنګاښ په ۳۰مه) وویل چې د طالبانو ډېری ازاد شوي بندیان، د څلورو ولایتونو اوسېدونکي دي. 

د هغه نوملړ پر بنسټ چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د دفتر له خوا یې یو نقل طلوع نیوز ته رسېدلی دی، د دې ښودنه کوي چې دغه بندیان د کندهار، هلمند، ننګرهار او فراه ولایتونو دي، خو تر ټولو کم ازاد شوي طالب بندیان د پنجشېر، بامیان او نورستان ولایتونو دي.

د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر چې په اصل کې د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره کلي بلل کېږي له څلور میاشتو راهیسې د افغان حکومت له لوري دوام لري.

پخوانی پوځي ظاهر عظیمي په دې اړه وايي:«په خپله ملاهبت الله نورزايي دی او دویم مورد د ډېریو نورزاییو ازدول کولای شي په ډګرونو کې د عملي قدرت بیلانس د درانیو په ګټه بدل کړي او درېیمه دا چې د وګړۍ له پلوه دراني پرمختللي ګڼل کېږي، کولای شي چې د سولې بهیر کې مثبته اغېزه ولري.»

بلخوا افغان حکومت د طالب بندیانو د ازادولو بهیر له دوامه خبر ورکوي.

د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«هغه کسان چې د حق العبدي د مسلې په پار نه ازادېږي، طالبان کولای شي افغان حکومت ته یو بدیل نوملړ وسپاري.»

خو د نن ټکی اسیا وېب پاڼې، د هغو طالب بندیانو چې حق العبدي حقونه لا پرې پاتې دي، په قطر کې د طالبانو د دفتر د یوه غړي غبرګون خپور کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی مولوي محمد نبي عمري وايي:«هغه کسان چې په حق العبد تورن دي، زه ما فکر دا دی چې هغوی په کابل کې مرستیالان شوی او یا هم د ټولو قوانینو پر خلاف هغوی ته د مارشالۍ رتبه ورکول شوې ده.»

طالبانو ته نږدې کسان وايي، په دې وروستیو ورځو کې د نږدې ۶۰۰ هغو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو چې لا هم مخالفتونه شته، یو څه پرمختګ شوی دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه څرګندوي:«ډېر پرمختګ شوی او تر راتلوونکو دوو او یا درېیو ورځو په دې اړه به ډېرې پرېکړې وشي.»

طالبان وايي، افغان حکومت ورته ویلي چې، ځینو هېوادونو هم د طالب ځینو بندیانو په اړه خنډونه جوړ کړي دي.

ښاغلی عمري په دې اړه زیاته کړه:«کابل وايي چې د بېلګې په توګه غربي هېوادونه موږ ته وايي چې دغه کسان مه ازادوئ چې دا د افغانستان په چارو کې په څرګنده لاسوهنه ده.»

تر اوسه د افغان حکومت له بندخونو ۴۲۵۰ طالبان خوشې شوي او طالبانو هم ۸۴۵ حکومت اړوند کسان خوشې کړي دي.

شریک یي کړئ