Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت یو اړخیز اوربند تر راتلونکو دوه ورځو پای ته رسېږي

ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه اوربند له پای سره، پر طالبانو پوځي عملیات او یرغلي بریدونه له سره پیلېږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه وویل:«که‎چېرې طالبان د افغانستان د خلکو پوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او اوربند ته دوام ورکړي څومره ښه په افغانستان کې به له ارامۍ سره د سولې په لور ولاړ شو او که‎چېرې هغوی د سولې، مذاکرې او سولې لپاره حاضر نه شي، د افغانستان د دفاعي ځواکونو دنده دا ده چې له اوربند څخه د مخکې په څېر د هېواد، ټولنې او د خپلو خلکو په خدمت کې وي.»بلخوا ځينې سرچینې وايي، چې ولسمشر غني د اوربند په پای کې به د طالبانو په وړاندې نوی دریځ اعلان کړي.

په دې ډله کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې خبرو په تړاو داسې وايي:«سولې او مذاکرې ته لاسرسۍ چې تراوسه ترسره شوې نه ده او که‎چېرې کومه ورځ د مذاکرې او سولې لپاره خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي، ټولنه منځنیو پیړو او یا هم د حجر پیړۍ ته د سنېدو په مانا نه دی دا نه شي کېدای نه تاسې اجازه ورکوئ او نه دا امکان نهلري او نه پروګرام داسې کېدای شي.»

بلخوا تمه کېږي په اسیايي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي چې په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د تل پاتې سولې ټينګښت په رابطه خبرې وکړي.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس په دې اړه وویل:« موږ د درېیو ورځو په لړ کې ولیدل چې شونې وه اوربند په دغه هېواد کې جګړه بدله کړه او کولای شو دا وختونه دود کړو چې په هغه کې تاوتریخوالی کم وي او شونې ده د دغو شخړو په اړه متفاوته فکر وکړو. که‎چېرې دا هېواد په لږ وخت کې کولای شي دا کار ترسره کړي؛ کولای شي د اوږد مهال لپاره هم ترسره کړي.»

د حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان د سولې لپاره هیلې راوټوکولې، خو اوس‎مهال د حکومت لخوا یوطرفه اوربند پای ته رسېږي او له سره به جګړې پیل شي.

د افغانستان د جګړې برخلیک او سولې ته رسېدل پېچلي او نا څرګند حالت کې دي.

د طالبانو په وړاندې د حکومت یو طرفه لس ورځينی اوربند د چنګاښ میاشتې په اتمه د جعې په ورځ پای ته رسېږي.

شریک یي کړئ