Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبرو اترو میز ته د طالبانو حاضرولو لپاره له ټولو لارو کار اخلو

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، په قطر کې د طالبانو دفتر سربیره د سولې خبرو ته د طالبانو اړ ایستلو پخاطر به له ټولو ممکنو لارو کار واخیستل شي.

دغه وزارت وایي چې په قطر کې د سولې خبرو اترو پیل کیدل د هغو تضمینونو پر عملي کیدو پورې تړاو لري، چې د دغه دفتر له پرانیستل کیدو وړاندې افغان حکومت ته ورکړل شوې و.

د دغه وزارت ویاند وایي، چې د سولې خبرو اترو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان او امریکې رول ډیر اغیزمن دی او ایران هم د افغان دولت په مشرﺉ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

له ډيرو کلونو راهيسې په افغانستان کې سولې ته د رسيدو لپاره بيلابيلې لارې ازمويل کيږي، د سولې له خبرو نيولې بيا د سولې د پياوړتيا د کميسيون تر جوړيدو، د سولې د عالي شورا تر رامنځته کيدو او په دې اړه نورې هڅې.

اوس يو ځل بيا په قطر کې له طالبانو سره د خبرو پيلول، د افغان دولت د شرطونو په عملي کيدو پورې اړوند بلل کيږي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زی وایي: «تر هغه چې د طالبانو دفتر افغان دولت ته د ورکړل شویو تحریري ضمانتونو سره په سمون کې فعالیت ونه کړي، موږ هیڅ بیړه نه لرو د دغه دفتر له لارې له طالبانو او هغه کسانو سره چې په دغه دفتر کې دي، اړیکه ټینګه کړو.»

د سولې په خبرو کې د مشرۍ رول لرل هم د افغان دولت له شرطونو څخه دي، د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکوي د افغان دولت له مشرۍ پرته د سولې هر ډول خبرې د پام وړ پايلې نشي لرلاي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي وویل: «که چیرې د سولې په نامه د افغانستان لپاره داسې پروسه پیل شي چې مشري یې د افغان دولت لخوا ونه شي، داسې کار به هیڅ ډول مثبته پایله ونه لري او د افغانستان خلکو ته به کومه ګټه هم ونه رسوي.»

د سولې خبرې ظاهرا د داسې قفل په شان دي چې دولت يې د کِلي د موندلو په لټه کې دی، کله د سولې په خبرو کې د پاکستان، کله د امريکا او کله هم د ديني علماوو رول اغيزمن بلل کيږي چې دا ټولې هڅې تراوسه په دغو خبرو کې اغيزمنې نه وې.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، په قطر کې د طال

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه