Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالې دې له منځه لاړ شي

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بښلو پای نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال، د ملګرو ملتونو استازي او د رسنیو ملاتړو ادارو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه تلو غوښتنه وکړه.

د خبريالانو د کاري ارزښت په اړه د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، چې د حکومت وجودي فلسفه پر رسنیو ولاړه ده.

هغه زیاته کړه: «زما په باور، که خپلواکې رسنۍ، د خبریالانو پلواک فعالیت او د بیان او وینا ازادي له اوسني سیاسي نظام جلا کړو، دا حکومت د خپل وجود فلسفه له لاسه ورکوي او په حقیقت کې به د دې نظام او د تېرو استبدادي نظامونو تر منځ توپیر نه وي.»

په بېلابېلو پېښو کې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۴ خبریالان وژل شوي دي، چې د رسنیو پر وړاندې يې ننګونې لا ډېرې کړې دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د بریتانیا سفارت مرستیال جلز لیور وايي، دوی د مسلکي رسنیو ملاتړ کوي.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «خبریالان هره ورځ په افغانستان کې هڅه کوي، چې د مسلکي دندې په ترسره کولو د هېواد رېښتینې پېښې د افغانستان خلکو او نړۍ ته ورسوي، خو متاسفانه له ګواښونو، ویرې او له تر دې هم بدو سره مخ دي. په غمیزه توګه په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې ډیری خبریالانو خپل ژوند له لاسه روکړی دی. مشخصې ډلې ډیری د رسنیو کارکونکي، د بشري دوستۍ ادراو کارونکي، روغتیايي کارکونکي، او ښوونکي په نښه کوي څو په افغانستان کې ویره او بې ثباتي پراخه کړي.»

له رسنیو څخه ملاتړې ادارې هم ورته اندېښنې لري او زیاتوي، دا ننګونې د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګواښونه ډېروي.

شریک یي کړئ