Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د خبریالانو په وړاندې د برید د عاملانو معافیت دې پای ته ورسېږي'

په کابل کې د هغه ماین چاودنې چې د خورشید خصوصي ټلوېزیون یو خبریال او د تخنیکي برخې د یوه کار کوونکي ژوند واخیست او شپږ تنه نور کارکوونکي یې ټپيان کړل، له کورنیو او بهرنیو غبرګونو سره مخ شوی دی.

بلخوا د بښنې نړیوال سازمان د خورشید ټلوېزیون پر کارکوونکو برید یو جنایت بولي او د حکومت لخوا پر خبریالانو د برید عاملینو ته د سزا په ورکولو ټینګار کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي دي:«پر خورشید ټلوېزیون برید یو وحشتناک جنایت او د هغو خطرونو ښودونکی دی چې د افغانستان خبریالان د دندې لپاره ورسره مخامخ دي، افغان چارواکي باید د خبریالانو د خوندیتوب او د دغو پېښو د عاملینو د محاکمې لپاره هڅه وکړي، پر خبریالانو د بریدونو د عاملینو معافیت باید پای ته ورسېږي.»

په کابل کې د امریکا او برېټانیې سفارتونو او یو شمیر بهرنیو بنسټونو د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د شنبې ورځې د برید غندنه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې پر خبریالانو برید د بیان پر ازادۍ برید دی او د برېټانیا سفارت هم ټينګار کړی چې په افغانستان له خبریالانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ولسمشر غني ویاند د دغه برید له غندې سره ویلي چې د بیان پر ازادۍ برید نه نښوونکې کړنه ده.

د خورشید ټلوېزیون چارواکي په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د په نښه کېدو له اندېښنې سره وايي چې امنیتي بنسټونه باید د داشان پېښو د څېړنې لپاره جدي پاملرنه نه لري.

د خورشید ټلوېزیون اجرايي رییس رفیع رفیق صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:«لکه څرنګه چې نورې پېښې چې د افغانستان پر لویو رسنیو شوي هېرې شوي دي، موږ هم متفاوت نه یوو. زه ډاډه یم چې دا پېښه یوځل بیا هېرېږي.»

د خورشید ټلوېزیون د خبرونو مسوول جاوېد فرهاد وايي:«د بیان ازادۍ د دښمنانو له خوا دا ډول بریدونه په هېڅ ډول نه شي کولای د افغانستان ټولنې ته د هدفمنې اطلاع رسونې لپاره زموږ ژمنه له وسوسې او شک سره مخ او زیانمنه کړي.»

طالبانو په دغه پيښه کې لاس لرل رد کړي دي، دا لومړی ځل نه دی چې د خورشید تلویزیون د کارکونکو پر موټر د مین چاودنه کېږي، کابو اته میاشتې مخکې هم د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د مین چاودنه وشوه خو تراوسه یې په اړه د امنیتي بنسټونو څېړنې له خلکو سره نه دي شریکې شوې.

د بښنې نړیوال سازمان د خورشید ټلوېزیون پر کارکوونکو برید یو جنایت بولي او د حکومت لخوا پر خبریالانو د برید عاملینو ته د سزا په ورکولو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ