د غزني د قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د خواجهعمري ولسوال عليدوست شمس د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې ځينو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي:«تېره شپه ۲ بجې، طالبانو د خواجهعمري پر پوستو برید وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې او هوايي بریدونو په پایله کې، ۲۷ تنه طالبان ووژل شول.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې نښته کې ولسوال او ۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي او همدارنګه د ولسوالۍ د ودانۍ ځينې برخې سوځېدلي دي.
طالبانو ادعا کړې چې د خواجهعمري مرکز یې نیولی، خو د دغه ولایت امنیتي چارواکو دا ادعا رد کړې ده.