ډنمارک له افغانستان سره د خوراکي خوندیتوب د ښه والي لپاره د درې مېلیون ډالرو مرسته وکړه، ټاکل شوې دغه پیسې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې سازمان له خوا او د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا ولګول شي.
ټاکل شوې ده په راتلونکې یوه کال کې د دغو مرستو شاوخوا درې مېلیون ډالر په بدخشان، دایکندي، غور، هرات او ارزګان کې د خوراکي مصوونیت د ښه والي په برخه کې ولګول شي.
په کابل کې د ډنمارک سفیر وايي چې په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب نه پراختیا اندېښمنوونکې ګڼې او وايي چې د دغه وضعیت د ښه والي لپاره اړتیا ده چې اوږد مهاله پروګرامونه عملي شي.
په افغانستان کې د ډنمارک سفیر مایکل لاند یپسن وویل:«دا بسندویه نه ده چې په لنډه موده کې له خلکو سره مرسته وشي. موږ غواړو چې په اوږد مهاله مرستو سره د افغانستان خلک او کروندګر پر خپلو پښو ودرو.»
د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د هېواد څه باندې څلور څلوېښت سلنه وګړي د خوراکي مصوونیت له نشتوالي سره مخ دي.
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان د تېرو دوو کلونو وچکالۍ په افغانستان کې د خوراکي مصوونیت د نشتوالي د زیاتېدو له لاملونو بولي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان رییس راجندار آریال څرګنده کړه:«د کوچنیو کورنیو لپاره چې په تېرو دوو کلونو کې له وچکالیو زیانمن شوي دي؛ ډېره سخته ده چې عادي حالت ته ستانه شي. له درېیو تر څلورو کلونو پورې اړتیا ده چې د هغو کروندګرو وضعیت عادي حالت ته ستون شي چې له وچکالیو زیانمن شوي دي.»
د کرنې او اوبو لګونې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري چې د ډنمارک په درې مېلیون ډالرو مرستې سره به په راتلوونکي یوه کال کې ۱۲۹زره کروندګرو ته مرستې ورسوي.
په کابل کې د ډنمارک سفیر وایي چې پر دغو مرستو سربېره به یې هېواد سږکال ۱۲ مېلیون ډالره نور هم د ښوونې او روزنې، ښې حکومتوالۍ او خوراکي مصوونیت په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.