Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوندیتوب کمېسیون لیک: د استازو امتیاز دې دوه برابره شي

د ولسي جرګې د خوندیتوب، حقونونو او امتیازونو کمېسیون په یوه رسمي لیک کې له اداري پلاوي او مالي او بودیجوي کمېسیون څخه غوښتي چې د ولسي جرګې د غړو او د دغه جرګې د دارالانشا د کارکوونکو معاشونه زیات شي.

که‎چېرې د دغه کمېسیون وړاندیز تایید شي، د استازو امتیازونه به دوه برابره شي.

په دغه لیک کې د ولسي جرګې د امتیازونو کمېسیون وړاندیز کړی چې د جرګې د غړو لپاره د کرېډټ کارټونو لګښت، د موټرو د تېلو لګښت او د کور کرایې لپاره ۴۵ - ۴۵ زره افغانۍ ورکړل شي. دغه راز د جرګې د دارلانشاء د کارکوونکو امتیازونه دې له ۵ زره نه تر ۲۵ زره افغانیو پورې لوړ شي.

د ولسي جرګې ځينو غړو دا وړاندیز ناسم بللی او له دغه لیک څخه بې خبري ښيي.

د ولسي جرګې غړي محمود خان سلیمان‎خېل په دې اړه وویل:«اقتصادي وضعیت او هغه کړکېچ چې اوس په هېواد کې جریان لري، موږ د دغه امتیاز پلوي نه یوو.»

د جرګې د غړو د امتیازونو کمېسیون یوه غړي رمضان بشردوست دا وړاندیز رد کړی او د مکتوب په اخر کې یې لیکلي دي:«چې د وکیلانو د امتیاز له غوښتنې سره سل په سلو کې مخالف دی. او دا یې هم لیکلي چې د خلکو استازي هېڅکله هم نه مړېږي.»

د پارلمان بل غړی عبدالرووف انعامي وايي:«دلته موږ نه یوو راغلي او یا د خلکو له خوا د استازۍ لپاره یې رالېږل شوي نه‎یوو چې ټول کورني اصول او دندې په خپله ګټه کړو او ډېر امتیازونه واخلو.»

د ولسي جرګې د غړو د سکرټرانو، موټر چلوونکو او ساتونکو زیاتوالی او دغه راز د څلورو پروژو زیاتوالی چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارلانشاء اداري برخې لپاره د ودانیو جوړول په‎کې شامل دي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي په دې اړه داسې وايي:«په حقیقت کې به یو ملي خیانت وي، موږ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو راشئ چې تر ډېره ملي فکر وکړو نه شخصي!»

دا مکتوب تر اوسه وروستی شوی نه دی او قانوني پړاونه یې هم نه دي تېر شوي، خو که وروستی شي په یوه مالي کال کې به په مېلیونونو افغانۍ د خلکو د استازو په امتیازونو کې زیاتې شي.

په دغه لیک کې، د ولسي جرګې د خوندیتوب، حقونو او امتیازونو کمېسیون غوښتي چې د ولسي جرګې دغړو امتیازونه زیات شي.

شریک یي کړئ