Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش د محکومیت په هکله د طالبانو له اعلامیې د امریکا هرکلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د محکومیت او همداراز په کنړ کې د داعش پرخلاف د دغې ډلې د عملیاتو په هکله د طالبانو له اعلامیې هرکلی کوي، ټینګار لري چې واشنګټن له طالبانو څخه تمه لري د سولې د هوکړې له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.

ښاغلی خلیلزاد په ټوېټر پاڼه دا چې طالبان د داعش ډلې د استخدام، تمویل او روزنې مخنیوی کوي هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه:«موږ له طالبانو تمه لرو چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، په موافقه کې زموږ د ژمنو عملي کېدل د طالبانو د کړو ژمنو په اقداماتو پورې اړه لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تازه افغان حکومت د طالبانو ډلې لخوا د تاوتریخوالي پر زیاتوالي نیوکه کړې ده.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«په دې دلیل چې سولې بهیر کې رامنځته شوې موکه ضایع نه شي، افغان ځواکونه تراوسه په دفاعي حالت کې دي، که چېرې طالبان تاوتریخوالی ونه دروي، دغه ځواکونه چمتو دي چې د خلکو او هېواد د دفاع لپاره یرغلي بریدونه ترسره کړي.»

طالبانو له دې مخکې ادعا کړې چې د ننګرهار ځینې برخې په تېره بیا اچین ولسوالي یې له داعش ډلې پاکه کړې ده.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخیل په دې اړه څرګنده کړه:«باید خپل محاربوي فعالیتونه د داعش پر وړاندې زیات کړي چې همدا اوس باید له منځه ویوړلی شي، ځکه چې تراوسه یې سر نه دی پورته کړی او پیاوړي شوي نه دي او باید له منځه ویوړلی شي، له هغې پرته به داعش یو ستر خطر وي.»

د کورنیو چارو وزارت مسوولین حاضر نه شول چې د هېواد د امنیت ضد پېښو په اړه مالومات ورکړي خو په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د طالب بندیانو په نه خوشي کېدو پورې اړوند بلل کېږي.

پخوانی پوځي طاهر یرغل څرګندوي:«طالبانو چې تاوتریخوالی نه دی کم کړی، لامل یې دا دی چې امریکایان له افغان حکومت سره له بشپړې هوکړې پرته طالبانو ته د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو ژمنه ورکړې ده.»

په داسې حال کې چې طالبان د افغانانو ترمنځ خبرو پیلېدل د خپلو پنځه زره بندیانو په خوشي کولو پورې اړوند بولي، خو افغان حکومت وايي د دغو طالبانو خوشي کېدل د افغانانو ترمنځ خبرو او د دغې ډلې لخوا د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت پورې تړاو لري او همداراز وايي هېڅ طالب بندي به له ضمانت پرته خوشی نه شي.

طالبان پیش از این ادعا کرده اند که این گروه بخش هایی از ننگرهار را از وجود گروه داعش پاکسازی کرده اند.

شریک یي کړئ