Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د داعش ډلې د تسلیم شویو جنګیالیو شمېر ۶۱۵ تنو ته ورسېد"

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې نن شنبې خپره شوې ویلي چې په ننګرهار کې د داعش ۶۱۵ جنګیالي د خپلو کورنیو له غړو سره تسلیم شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په ننګرهار کې د ترهګرو په وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو له زیاتېدو سره، تېره شپه ۱۸ داعش جنګیالي له ۲۴ ښځو او ۳۱ ماشومانو او ۱۵ میله کلاشینکوف سره په اچین ولسوالۍ کې ملي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په ننګرهار کې تراوسه ۶۱۵ داعش جنګیالي د کورنیو له غړو سره ملي پوځ ته تسلیم شوي دي چې دا بهیر له دوه اوونیو راهیسې دوام لري.

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې افغان ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې په وړاندې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی.

شریک یي کړئ