د ملي يوالي حکومت مشرانو د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي له وژلکېدو هرکلی کړی.
د امریکا ولسمشر (یکشنبې د لړم په ۵مه) په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې ابوبکر البغدادي تېره شپه د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي پوځيانو په عملیاتو کې، ووژل شو.
د ولسمشرۍ مانۍ په یوې خبر پاڼه کې ابوبکرالبغدادي د تروریستي ډلو یو له خطرناکو مشرانو بللی او وژل کېدل یې د داعش دلې ته لوی ګوزار بولي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«د داعش د مشر ابوبکر بغدادي وژل، نه یوازې د ترهګریزو بریدونو د کموالي او د افغانستان د امنیت د تامین لپاره مهم دي، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز لري.»
په همدې حال کې اجراییه ریس عبدالله عبدالله، د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې ابوبکر البغدادي په هېواد کې د زرګونه انسانانو قاتل په توګه یاد کړ.
عبدالله وویل چې د ابو بکر بغدادي وژنه به د سیمې او نړۍ په امنیت مثبتې اغېزې وکړي.
اجراییه رییس زیاته کړه:«بغدادي داسې انځور له ځانه خپور کړی وو چې ډېر شمېر مسلمانان ځوانان یې انحراف لوري ته بوتلل. زموږ هیله دا ده چې دا ډله(داعش) د خپل جنایت کار مشر له وژل کېدو سره د هغو موخوـ چې موخه یې هم په حقیقت کې ترې مسلمانانو ته زیان رسېدو او ناسمه څېره یې وړاندې کړې وه، له دې موخو لیري شي.»
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ (یکشنبې د لړم په ۵مه) د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو پخلی وکړ. نوموړي یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې ابوبکر البغدادي تېره شپه د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي پوځيانو په عملیاتو کې، ووژل شو.
هغه البغدادي یې یو وینه څښوونکی کس یاد کړ او وې ویل چې امریکايي پوځيانو هغه د مرګ تر وروستیو دقیقو تعقیب کړ.
د ټرمپ په وینا، البغدادي تېره شپه په داسې حال کې ووژل شو چې په یوې سمڅه کې پټ شوی و.
ټرمپ زیاته کړه چې هغه د هغه ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله وژل شوی چې په ځان کې یې و او له هغه سره څو ماشومان هم وژل شوي دي.