Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د درسي کتابونو د کموالي په هکله د زده کوونکو شکایتونه

د کابل ښار ځينې زده‎کوونکي د راتلوونکي ښوونیز کال لپاره د بسندویه کتابونو د نه چمتووالي په هکله شکایت کوي.

دوی وايي چې هغوی تراوسه خپل درسي کتابونه ترلاسه کړي نه دي او له بازار نه د دغو کتابونو د پېرلو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

یو له دغو زده‎کوونکو جمشید دی هغه وايي:«نن راغلی یم چې کتاب وپېرم؛ ځکه چې په ښوونځي کې یې موږ ته کتابونه نه دي راکړي.» 

بل زده کوونکی مرتضي هم څرګندوي:«د پوهنې وزارت ښوونځیو ته بسندویه کتابونه نه دي ورکړي؛ موږ غواړو چې خپل کتابونه له بازاره پوره کړو.»

په همدې حال کې د زده کوونکو کورنۍ د خپلو بچیانو د اړتیا وړ درسي کتابونه د کابل ښار له کتاب پلورنځیو پېري.

بلخو د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بخلي د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د مېلیونو ټوکو کتابونو له چاپولو خبر ورکوي.

هغه په دې اړه وویل:«۱۳۵ ټوکه کتابونه په راتلوونکو پنځو کلونو کې چاپوو چې په واقعیت کې تېره ورځ یې کار پیل شو او په ورته وخت کې، د دغو کتابونو د وېش څارنیز میکانیزم هم په پام کې نیول شوی دی.»

کورنۍ په داسې حال کې د ښوونځیو درستي کتابونه له بازارونو پېري چې د قانون پر بنسټ د پوهنې وزارت د درسي کتابونو پلور ممنوع دی.

له دې ټولو سره دوه ورځې مخکې د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې ټاکل شوې څه باندې ۱۲ مېلیونه ټوکه درسي ابتداییه کتابونه چاپ شي. 

شریک یي کړئ