Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دشت ارچي کې د مُلکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د ولسي جرګې توند غبرګون

د ولسي جرګې ځينې غړي د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي پوځ د هوايي برید په پایله کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله، وحشیانه او ظالمانه بولي او په راتلونکي کې د داشان بریدونو له رامنځته کېدو ګواښ کوي.

دغه استازي ګواښ کوي که‎چېرې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي وګړو ته د زیان رسونې مخه ونه‎نیول شي، د خلکو او حکومت ترمنځ واټن به زیات شي.

خو حکومت ولسي وګړو ته د احتمالي زیان رسېدو پر څېړنه ټینګار کړی دی.

په دشت ارچي کې د برید څرنګوالی او هغه څه چې په دې برید کې د یو شمېر ملکي خلکو وژل کېدل بلل شوي په ولسي جرګه کې له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی کمال صافی په دې اړه وايي:«حکومت ته ګواښ کوم چې د دغې پېښې وارثین غواړي چې ستاسو په وړاندې جګړه وکړي.»

د ولسي جرګې بل استازی حبیب الرحمان افغان هم وویل:«که‎چېرې حکومت غواړي له طالبانو سره مقابله وکړي، کولای شو چې طالبان هر چېرته پيدا کړو.»

د دغې جرګې بل غړی ظاهر قدیر هم څرګنده کړه:«پر خلکو توغندويي بریدونه تراوسه هم جریان لري.»

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د پوځي عملیاتو د څرنګوالي په اړه د استخباراتي مالوماتو نیمګرتیا ملکي خلکو ته د زیان رسېدو اصلي لامل بولي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم څرګنده کړه:«په دې کې هم شک نشته چې هلته طالبان هم وو خو انصافاً باید پر مدرسې چې په هغه کې د دین زده کړه ورکول کېږي د منلو وړ نه ده.»

د پارلمان غړي الله ګل مجاهد هم وايي:«ولسمشر راوغواړئ، دفاع وزیر راوغواړئ د ملي امنیت رییس راوغواړئ او ترې وپوښتئ چې عام خلک ولې شهیده وئ.»

ولسي جرګې استازی ملا تره خېل محمدي په ډاګه کړه:«داسې بې رحمانه بمبار او ظلم شوی چې فرعون پر بني اسراییلو نه دی کړی.»

د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي د پېښې له څېړلو وروسته یې پايلې له خلکو سره شریکې کړي.

شریک یي کړئ