Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دفاع او کورنیو چارو په وزارتونو کې پر بنسټيزو اصلاحاتو ټینګار

یو شمېر پخوانیو امنیتي چارواکو او د پوځي څانګو زده‎کړیالانو نن پنجشنبې(د کب په ۲۶ مه) ټينګار وکړ که‎چېرې په امنیتي بسټونو کې له اوسني جوړښت او کړکېچونو سره د جګړې نوي فصل ته ولاړ شو،د هېواد امنیتي وضعیت به لا خراب شي.

اخوا د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه له یو شمېر اصلاحاتو خبر ورکوي خو زیاتوي چې بنسټیز اصلاحات وخت ته اړتیا لري.

د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په شان هېواد کې دې ته اړتیا ده چې په امنیتي ادارو په تېره بیا کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو کې اصلاحات پر مشرتابه کچې سربېره په ټیټه کچه کې هم پيل او عملي شي ترڅو هر ځل د ناامنۍ یا ترهګرو بریدونو په زیاتېدو سره لوړپوړي امنیتي چارواکي ګوښه شي.

د ملي امنیت پخوانی مرستیال غرزی خواخوږی وايي:«په سلګونه داسې جنرالان شته چې د پوځي علومو ماسټرۍ لري،لوړې زده کړې لري او جنګي تجربې لري، په قول اردوګانو کې یې قومنداني کړې هغوی کولای شي چې کورنیو او دفاع وزارتونو ته راشي اړتیا ده چې ټیټ جز او تامونه د پولیسو قومندانۍ باید پاکې شي د ولسوالیو قومندانۍ باید پاکې شي د حوزو امریتونه باید پاک شي.»

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګنده کړه:«موږ باید د یوه امنیتي سیستم په جوړونه کې یو ډېر دقیق او ژر اقدام ولرو.»

د پوځي چارو کارپوهان وايي چې په ټولو کچو د هراړخیزې همغږۍ رامنځته کېدل، د سیاسي ونډې پر اساس په  امنیتي برخه کې د مقرریو مخنیوی چې د هېواد لپاره ترټولو لوی خطر بلل کېږي او د ټولو هغو کسانو ارزونه چې په امنیتي ادارو کې په دندو بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«د تدارکاتو په دغې برخه کې محاسب او هغه کسان چې له پیسو سره کار لري موږ کابو زر تنه تبدیل او تغییر کړي دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم زیاته کړه:«له همدې امله په اصلاحاتو کې پڅوالی او ځنډ دی چې امنیتي ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي د ګواښونو موضوع او د امنیتي ننګونو زیاتوالی د دې لامل کېږي چې د اصلاحاتو بهیر یا د ځواکونو د سټراټېژیکه پراختیا له یو اندازه پڅوالي سره مخ ده.»

د پوځي چارو کارپوهانو په باور که د حکومت مشران داسې مدیران په لوړو امنیتي څوکیو وګماري چې هم د مدیریت توان ولري او هم وکړای شي امنیتي ادارې له فساد کوونکو، نفوذي او ناسمو کسانو څخه پاکې کړې هغه وخت به د هېواد امنیتي ادارې له اوسني حالته بهر شي.

افغانستان ۳۵۲ زره پوځیان لري او د پوځي چارو د کارپوهانو په اند که له دغو ځواکونو په سمه توګه کار واخیستل شي او همداراز په امنیتي برخه کې یو لوی او بنسټیز بدلون رامنځته شي دغه ځواکونه د هېواد د امنیت د ټینګښت او د قانون د واکمنۍ لپاره بسنه کوي.

شریک یي کړئ