Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دفاع وزارت: د ۱۱۱ فرقې ساتونکو په خپله دنده کې بې پروايي کړې

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، کابل کې د پوځ پر ۱۱۱ مې فرقې بریدګر باید  فرقې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شوي وای.

د فاع وزارت وايي د فرقې ساتونکو هغه مهال بریدګر لیدلي چې هغوی د زېنې پر وسیله د فرقې پر دېوال اوښتي وو.

د دوشنبې پرسهال پنځو ځانمرګو بریدګرو د مارشال محمد قیسم فهیم پوځي پوهنتون ۱۱۱مې فرقې دېوال ته ځانونه رسوي او د یوې زینې په ایښودلو سره د نوموړې فرقې پر دېوال خېژي.

په داسې حال کې چې هم د دې فرقې او پوهنتون ساتونکي تل له هغه سړکه چې له دې برخې تېرېږي څارنه لري او په دغه مسیر څو امنیتي پوستې هم شته دي خو دغه ډول برید بیا د پوښتنې وړ دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«موږ دا منو چې په همغې لومړي سر کې، کله چې دوی راغلل، په هماغه وخت کې، له دې مخکې کله چې هغوی ځانونه دېوال ته ورسوي، باید له منځه تللی وای؛ خو له بده مرغه هغوی دېوال ته ورسېدل او عملیات یې پیل کړ. له هغې وروسته سرتېرو اتلولي وکړه؛ او دوی یې پرې نه ښودل چې د سرتېرو منځته ولاړ شي او ځان ته چاودنه ورکړي. که نه په سلګونه تنه به هلته شهیدان کېدل او له منځه تلل.»

په وروستیو ورځو کې دا په پلازمېنه کې دویم ترهګریز برید وو چې له هغې یوه اوونۍ مخکې پر انټر کاڼټیننټل هوټل ځانمرګی برید وشو.

له دغو بریدونو وروسته امنیتي بنسټونه د هېوادوالو له زیاتو پوښتنو سره مخ شوي دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل:«امنیتي ځواکونه باید خپل بشپړ چمتووالی ولري؛ په ځانګړې توګه کله چې په افغانستان کې یوه ستره غونډه کېږي او د افغانستان په ګټه وي؛ په داسې حالاتو کې، دښمن حتماً برید کوي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د داسې یوه نوي پروګرام خبره کوي کوي چې له مخې به یې ناامنې سیمې وپلټي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړه:«کله په یوه بڼه او کله په بله بڼه او کله هم له انساني امکاناتو څخه په ګټنې، غیرانساني کارونه ترسره کوي. موږ د دغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره، جدي تابیاوو ته مخه کړې ده.»

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په ښارونو کې ډېر ترهګریزو بریدونو وشول.

د پخوانی پوځيانو په اند دغه بریدونه له هغې وروسته زور اخلي چې واشنګټن د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو په اړه پر پاکستان فشارونه زیات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه