Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې دوستم پلویان: که دوستم رانشي مستقل حکومت اعلانوو

د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویان د کابل د شهرنو په پارک کې د حکومتي مشرانو پرخلاف د شعارونو په ورکولو سره وايي د بشري حقونو ادارې او نړیواله ټولنه باید حکومت د دې کړکیچ هواري ته ورپام کړي.

دوی وايي چې که د فاریاب قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان چې د حکومت لخوا نیول شوي، خوشې او جنرال دوستم هېواد ته راستون شي.

اعتراض‎کوونکی، محمدزمان څرګندوي:«که حکومت ملي یووالی وي، نو باید چې لومړی مرستیال دلته ووسي.»

همداراز بل اعتراض کوونکی، فرید زیاتوي:«څوارلس ورځې کېږي چې خلک د یوې ټوټې دوډۍ او اوبو سره ولاړ شي، خو غني ځواب نلري. نړیواله ټولنه او بشري حقونه زموږ غږ واوري او لاس په کار شي.»

اعتراض کونکي وايي که جنرال دوستم افغانستان ته راستون نشي او نظام الدین قیصاري له بنده خوشی نشي انتخابات به تحریم او خودمختاره حکومت به اعلان کړي.

همداراز بل اعتراض کوونکی، محمد هارون زیاتوي:«موږ خودمختاري اعلانوو او نور ولایتونه به هم لاریونونه وکړي.»

محمد اسلم وايي:«خیمه وهو او تر ولسمشرۍ ماڼۍ ځو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازه تړو.» همدازار بل اعتراض کوونکی، عبدالله زیاتوي:«له جنرال دوستم پرته به ټاکنې ترسره نشي.»

له بلې خوا یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې د اعتراض کونکو منځ ته ځان ورسوي او چاودنه وکړي د نوي ښار پارک په  دروازه کې ونیول شو.

د کابل پولیسو ویاند، حشمت ستانکزی وايي:«د بریدګر یوه اندازه چاودېدونکي توکي چوولي دي، سخت ټپي دی او روغتون ته استول شوی دی.»

د جنرال دوستم پلویان له دوو اونیو راهیسې د نظام الدین قیصاري د نیول کیدو په اعتراض کې په شپږو ولایتونو کې لاریونونه کوي. دوي غواړي چې د ولسمشر لومړی مرستیال هیواد ته راستون او نظام الدین قیصاري خوشی شي.

د جنرال دوستم پلویان وايي چې که د فاریاب قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان، نظام الدین قیصاري خوشې نشي نو دوی به خودمختاري اعلان کړي

شریک یي کړئ