Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولتي ادارو د تشکیلاتي جوړښتونو او د ذاتي چارو بیاکتنه

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون، د دولتي ادارو د تشکیلاتي جوړښتونو او د ذاتي چارو پر بیا کتنې ټنیګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني حکم کړی چې دغه کمېسیون دې د ټولو دولتي ادارو تشکیلاتي جوړښتونه او ذاتي چارو پړاونه کچ کړي؛ هغه حکم چې بېلابېل غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

تر دې وړاندې هم،په دولتي ادارو کې ۸۰ سلنه ګمارنې، د اداري اصلاحاتو او مُلکي خدمتونو ادارې له خوا کېدې.

 خو د ولسمشر د یوه نوي حکم له مخې، ان د دې ګمارنو یوه لږه برخه چې پاتې وه او د چارو د ادارې مسؤولیت وه، اوس د همدغه کمېسیون کار شوی دی.

د مُلکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون کمېشنر سید حشمت الله هاشمي وویل:«د ادارو تشکیلاتي جوړښتونه، په کلنۍ توګهو د مالیې، اقتصاد وزارتونو، د ولسمشر د چارو ادارې او د ادارې اصلاحاتو ادارې ترمنځ د ګډې کمېټې له خوا څېړل کېدل.دغې ګډې کمېټې د ادارو تشکیلاتي جوړښتونه یې،د معمول په څېر، له حکم څخه وړاندې ترسره کول،اوس هم ترسره کوي؛خو ټولې هغه چارې چې د دغو تشکیلاتي جوړښت پړاو کچ کول دي،مخکې د دوو واحدونو له خوا ترسره کېدل،اوس له یوه واحد د اصلاحاتو کمېسیون له خوا،چې حقوقي او قانوني بنسټ یې هم د دغه کار د ترسره کولو لازمیت رامنځته کوي.»

په همدې حال کې، د تېر کال په ترڅ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون ځینې کارونه نیمګړي یادېږي، اوس نوې داسې اندېښې رامخته شوي، چې تېر ته په پام سره د دې کمېسیون نوي غړي به هم د کمېسیون کارونو کې اغېزمن نه وي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وویل:«د افغانستان د ملکي خدمتونو،په تېره یوې لسیزه کې ، یو فلج او سیاسي کمېسیون وه چې د افغانستان ملکي خدمتونه یې له بده مرغه یوې خوا ته بوتل چې د افغانستان د خلکو غوښتنه هم نه وه او په افغانستان کې د حکومتوالۍ لپاره یې هم پایلې نه لرلې.»

خو ځینې دولتي ادارې، د اداري اصلاحاتو او مُلکي خدمتونو د کمېسیون نوي مسؤولیت ته هیله من دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وايي:«دغه بدلونونه چې د اداري اصلاحاتو په کمېسیون کې رامنځته شوي، نه یوازې دا چې زموږ پر کاري بهیر منفي اغېزه ن کوي؛ بلکې د دغه ګام ترڅنګ چې پورته کړی مو دی چې اصلاحات رامنځته شي، وړ او تجربه لرونکي او ژمن کسان وګمارل شي، په دې لړ کې مرسته کوي.»

له دې سره، د ملي یووالي حکومت د دوړاو لوریو ترمنځ د څوکیو د وېش په اړه چې خبرې کېدې، لویه ننګونه یادېده چې د دې کمېسیون د کارونو پر وړاندې به وي.

د مشرانو جرګې غړي جمعه دین ګیانوال په دې اړه څرګنده کړه:«اوس چې وغواړې که ونه غواړئ دا مسئله رامنځته کېږي چې دا د واک پالنې یو ډول دی او دا په خپله، د دوه کسانو په منځ کې چې واک یې پنځوس پنځوس وېشلی شخړه رامنځته کوي،نو اړتیا ده چې دغې ستونزې ته پاملرنه وشي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون په اړه د ولسمشر حکم کې راغلي، چې دا کمېسیون به د د سکټوري، تحصیلي او اکاډمیکو برخو د لوړوپوړو کارکونو کې په تړاو پر څېړنې سربېره، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو وزارتونو او د افغانستان علومو اکاډمۍ، سیاسي او ډپلوماتیکو استازولیو، د وزارتونو او ملکي ادارو د اتشو  ګمارنو پړاو هم مخ ته وړي.هغه کارونه چې له ترسراوي وروسته به د منظورۍ لپاره ولسمشر ته واستول شي.     

شریک یي کړئ