Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولتي کارکوونکو پر بې طرفۍ د عبدالله ټینګار

اجراییه رییس د دولتي بنسټونو او کارکوونکو پر نه سیاسي والي ټینګار کوي.

عبدالله عبدالله د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د رییس په توګه د نادر نادري د معرفي کېدو په غونډه کې وايي دغه بنسټ د ښې حکومتوالۍ په برخه کې مهم رول لري او د کارکوونکو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

 ولسمشر غني ۵ میاشتې وړاندې نادر نادري په یادې دندې ګمارلی وو خو د عبدالله له مخالفت وروسته دغه کار وځنډید.

بالاخره په ټولنیزو او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار نادر نادري د شنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د رییس په توګه په کار پیل وکړ.

اجرایه رییس په دغو مراسمو کې د دولتي ادارو او اداري اصلاحاتود کمېسیون ترمنځ د همغږۍ په ډېرېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل:«یوه پانګونه باید داسې وشي چې بنسټ یې ټینګ وي او د افغانستان د راتلونکي لپاره چې د مُلکي خدمتونو کارکوونکي خوندي وبولي او ځان له سیاسي بدلونو څخه اغېزمن ونه کړي.»

د اداري اصلاحاتود کمېسیون نوی مشر که څه هم چې د اصلاحاتو راوستل دروند بار بولي خو د دې بنسټ بیا جوړونه یوه اړتیا بولي.

د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیو رییس نادر نادري وویل:«اداره ځوانېدو ته اړتیا لري،اداره تازه وینې او ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري.نو هغه کسان چې ورته اړتیا ده او پر شرایطو برابر دي،له تعصب څخه پرته باید د استعداد پر بنسټ،په دولتي ادارو کې د هغوی د جذب د څرنګوالي زمینه برابره شي.»

د دغه کمېسیون پخوانی رییس هم د مُلکي خدماتو په ادارو کې د اصلاحاتو راتګ جدي اړتیا بولي.

د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رییس ډاکټر احمد مشاهد وویل:«هیله لرم چې د ښاغلي نادري صېب له انتصاب سره،په افغانستان کې د مُلکي خدمتونو په پروګرام کې نوې پاڼه پرانیستل شي.»

د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د ملي یووالي حکومت له پیله د سرپرست لخوا اداره کېده.

شریک یي کړئ