Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولت عالي شورا به د ولسمشرۍ پر پرېکړو به څه اغېزه ولري؟

د «دولت عالي شورا» چې له سیاسي مشرانو به جوړه شي، د غني او عبدالله ترمنځ د هوکړه لیک لومړۍ برخې ده.

د دولت د عالي شوار جوړېدل د هغه سیاسي هوکړه لیک لومړۍ برخه ده چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ  د اختلافونو د لرې کېدو لپاره د یکشنبې پر ورځ لاسلیک شوه.

په دغه هوکړه لیک کې راغلي دي چې:«د سیاسي اجماع د رامنځته کېدو لپاره ؛ د دولت عالي شورا له سیاسي مشرانو او ملي شخصیتونو جوړیږي.»
 
خو دا پوښتنه راولاړېږي چې دغه شورا د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ د مهمو ملي مسایلو په اړه د سلامشورې لپاره به، په ارګ کې د پرېکړو په اړه کار ستونزمن کړي.

د حقوق پوهانو د ټولنې غړی وحید فرزه يي وايي:«د دولت عالي شورا د موجودیت بحث دا دی چې دا یو مشورتي بنسټ دی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت باندې هېڅ ډول لازمي او حکمي بڼه نه لري.»

په دغه هوکړه لیک کې راغلي دي چې :«د دې شورا غړي به په مهمو سیاسي مسایلو کې ولسمشر ته مشوره ورکوي.»

هغه څېرې چې په دې شورا کې به وي تر اوسه روښانه شوي نه دي؛ خو په دغه هوکړه لیک کې یوازې د عبدالرشید دوستم د حضور خبر ورکړل شوی چې د مارشالۍ رتبه یې هم ترلاسه کړې ده.

پخوانی جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف په دې اړه وویل:«د دولت منسوبینو ته دې خدا توفیق ورکړي چې د دغو دردېدلو خلکو غمونو ته یې پاملرنه وکړه.»
   
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم څرګندوي:«د اتحاد او ملي اتفاق او ګډو همکاریو چاپېریال کې، د خپل هېواد د سولې او ابادۍ پر لور درومو.»

د ولسي جرګې غړی بکتاش ایشچي هم وايي:«د ثبات او همپالنې ډله یا هم ډاکټر صاحب عبدالله، وکړای شي د ولسمشر د کار له اجرااتو ورته مشوره ورکړي او د هغه تر څنګ یو پر هغوی د فشار یو مکانیزم هم جوړ کړي.»

د دغه هوکړه لیک له مخې د دولت د عالي شورا غړي به له ځانګړو دولتي تشریفاتو برخمن وي.
 
په دغه سیاسي هوکړه لیک کې راغلي دي چې د دولت عالي شورا غړي به «په مهمو ملي مسایلو کې به ولسمشر ته مشوره ورکړي.»

شریک یي کړئ