Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولت وزارت: د مذاکراتو د وخت او ځای د همغږۍ په هځه کې یوو

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی چې حکومت د افغانانو تر منځ د خبرو د وخت او ځای د همغږي کولو لپاره د سلا مشورو په حال کې دي چې دا خبرې له طالبانو سره پیل شي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي د مصالحې عالي شورا د جوړښت د څرنګوالي په اړه هم کار دوام لري او دا شورا به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو چارچوکاټ تعیین کړي.

 اغلې انوري په دې اړه زیاته کړه:«دا شورا به د مطرحه سیاسي شخصیتونو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو د اغېزمنو استازو څخه جوړه شوي چې د سولې بهیر په لړ کې به د دغه بهیر بنسټیز ټکي تعیین کړي او د دغه بیر پر بنسټیزو مسایلو څارنه وکړي. دولت د مذاکراتو د جوړېدو او د ځای د همغږي کولو لپاره په هڅه کې دی چې په نږدې راتلوونکو کې مخامخ خبرې پيل شي.»

که څه هم د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د دې شورا د کار د پیلېدو خبر ورکړ؛ خو تر اوسه د مصالحې د عالي شورا د مشرتابه او عمومي ټولګې غړي چې له طالبانو سره به د سولې د بهیر مشري کوي معرفي شوي نه دي.

افغان حکومت د دې شورا جوړېدل له طالبانو سره د سولې د بهیر د مخته بیولو لپاره مهم ګام بولي؛ خو د ارګ او سپیدار تر منځ له سیاسي هوکړې نه د درېیو اوونیو په تېرېدو سره د دې شورا د جوړښت د څرنګوالي نه روښانه کېدو اندېښنې راپارولې دي.
 
ظاهراً د افغانانو تر منځ خبرو کې پرمختګ هم د ملي مصالحې د عالي شورا  عملي کارونوته په تمه دی؛ ځکه د سولې د مرکچي پلاوي یو غړی وایي چې دوی له طالبانو سره د افغانان خپلمنځي خبرو ته چمتو دي.
 
له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وویل:«پلاوي د مذاکراتو د پيل لپاره خپل ټول چمتووالی لري. اوس دا مقابل لوري پورې اړه لري چې د رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستنې لپاره د چمتووالي اعلان وکړي.»

عبدالله عبدالله د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي له غړو سره په خپلې لومړۍ لیدنه کې ویلي چې شونې ده چې تر دوو اوونو له طالبانو سره د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د د ارګ او سپېدار د هوکړه لیک له مخې، د مصالحې عالي شورا به پنځه مرستیالان ولري چې دوه تنه به یې په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله مرستیالان وي. خو درې نور مرستیالان به یې له ولسمشر سره په سلا مشوره له بېلابېلو برخو وټاکل شي.

د سولې د مرکچي پلاوي یو غړی وایي چې دوی له طالبانو سره د افغانان خپلمنځي خبرو ته چمتو دي.

شریک یي کړئ