Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دولت یو مامور کابل کې د راکټ په مرمۍ ووژل شو

د دولت د یوه مامور کورنۍ ادعا کوي چې د کورنۍ غړی یې، زینت زبیح چې د مالیې وزارت کارکوونکو وو، تېره شپه(چهارشنبې د تلې په ۲۴مه نېټه) پغمان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

دوی وايي چې نوموړی په خپل موټر کې په راکټ ویشتل شوی دی.

د ښاغلي ذبیح کورنۍ زیاتوي چې نوموړی په داسې حال کې وژل شوی چې له دندې د کور په لور روان وو او وسله والو یې موټر د پغمان په ارغندې سیمه کې درولی او وروسته یې د راکټ ډز پرې کړی دی.

دغه کورنۍ د پېښې لامل طالبان بولي او زیاتوي چې په یاده سیمه کې طالبانو تګ راتګ لري او په آسانۍ سره ګرځي.

خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د مالوماتو له مخې، زینت ذبیح دوه کاله مخکې واده کړی وو او د څو کالو راهیسې یې په مالیې وزارت کې کار کاوو.

امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دولت د دغه مامور کورنۍ ادعا کوي چې زینت د طالبانو لخوا وژل شوی دی

شریک یي کړئ