Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوه سري خوسکي زېږېدل او له اوسني سیاسي وضعیت سره د هغه تشبه کول

په څو وروستیو ورځ کې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په یوه کلي کې د یوه دوه سري خوسکي زېږېدلو انځورنه د خواله رسنیو د کارونکو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د خواله رسنیو کارونکو او طنز لیکوونکو په خپلو لیدلورو کې، دغه پېښه د هېواد اوسني سیاسي وضعیت ورته ګڼي.

طنز لیکوونکی هادي میران په دې اړه ویلي:«کله چې مشران وي دوه تنه، په پای کې به شي خلک در په در، هېواد به له پرېښنانۍ ویجاړ شي، لکه هغه خوسکی چې لري دوه سره.»

بل طنز لیکوونکی حفیظ الله هم په دې اړه زیاتوي:«کله چې موږ دوه سری سیاسي نظام ولرو، دوه سری حکومت ولرو، هم مهاله دوه سره ولایت ولرو او دوه سره والیان ولرو، هېڅ د تعجب او حیرانۍ ځای نه دی چې په یوه ولایت او یا هم د دغه هېواد په یوه څنډه کې دوه سری خوسکی هم وزېږېږي.»

د دغه خوسکي هغه انځورنه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي د دې ښودنه کوي چې هغه د سرونو د درونوالي له امله نه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي او همدارنګه د کلیوالو په وینا، د دغه موجود دواړه سرونه ورته مهال د شیدو د خوړلو هڅه کوي. 

دغه دوه سره خوسکی د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په کته خیلو کلي کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي یې حیران کړي دي.

د دغه کلي هر یو اوسېدونکی د دغې پېښې په اړه ډول ډول خبرې کوي چې د ځینو څرګندونې په عجیبه توګه د هېواد له اوسني وضعیت په اړه دي.

د دغه دوه سره خوسکي ویډیويي انځورنه له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي او په زړه پورې لا دا چې د دې پېښې په اړه د کارونکو لیدلوري هم زیات شوي دي او په یو ډول د افغانستان له اوسني وضعیت سره یې ورته ګڼي.

د خواله رسنیو کارونکو او طنز لیکوونکو په خپلو لیدلورو کې، د دوه سري خوسکي زېږېدل د هېواد اوسني سیاسي وضعیت ورته ګڼي.

شریک یي کړئ