Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوو طالب وسله‌والو وژونکې پېغله د پولیسو له ملاتړه برخه‌منه ده

غور ولایت کې هغه پیغله چې د طالبانو لخوا د خپل مور او پلار تر وژل کېدو وروسته یې دوه تنه وسله وال ووژل، وايي چې د پلار او مور د وینې غچ یې اخیستی دی.

قمرګله ۱۵ کلنه ده، نوموړې وايي طالبانو یې مور او پلار پنځه ورځې مخکې د هغې او کوچني ورور د سترګو پر وړاندې ووژل او هغه اړه شوه چې غچ واخلي.

طالبانو د قمرګلې پلار او مور د شپې مهال ووژل، خو نوموړې وروسته له پېښې د خپل پلار ټوپک سره پر طالبانو ډزې وکړې، دوه تنه یې ووژل او بل یې ټپي کړل.

هغه د پېښې په اړه وايي:«زما پلار او مور، دواړه یې د باندې ویستل او ډزې یې پرې وکړې زموږ د سترګو پر وړاندې. اخر موږ هم اړ شوو، د پلار ټوپک مې واخیست او ومو ویشتل دوه تنه یې مړه شول او بل یې ټپي شو. جګړه مو وکړه، ورور مې هم مرسته کوله څو زموږ خپلوان راټول شول او دوی(طالبان) وتښتېدل.»

په همدې حال کې د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو قمرګله او دولس کلن ورور یې د طالبانو ګواښونو له کبله له تیورې ولسوالۍ ویستلي او د ولایت مرکز فیروز کوه ته یې لېږدولي دي.

د غور د امنیه قومندان، محمدامین احمدزی څرګندوي:«اوس اتله مېرمن د غور مرکز ته لېږدول شوې ده او هغه څه چې د پولیسو په توان کې دي د دوی پر وړاندې به یې ونه سپموي.»

د غور والي، نورمحمد کوهنورد د قمرګلې او ورور سره یې په خپل دفتر کې د لېدنې پرمهال وايي:«د افغانستان حکومت له تاسې ملاتړ کوي. د افغانستان حکومت له تا ستاینه کوي. د افغانستان مېرمنې په تاسو ویاړي، ستاسې په اتلولۍ او مېړانې. هېڅ ستړي او مایوسه مه اوسئ.»

په همدې حال کې د غور ولایت د مدني ټولنې فعالان له حکومته د قمرګلې او د ورور ساتنې په موخه د امن ځای غوښتنه ورته کوي.

په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو ډېرۍ کاروونکي قمرګله اتله بللې ده.

 د غور سیمه ییزو مسوولین وايي چې د ولسمشر په غوښتنه قمرګل او ورور یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته بېول کېږي.

د غور سیمه ییز مسوولین وايي چې د ولسمشر په غوښتنه قمرګل او ورور یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته بېول کېږي

شریک یي کړئ