Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د راډیو نړیواله ورځ؛ کندهار کې دوو راډیوګانو فعالیت درولی

د فبروري ۱۳مه نېټه، د راډیو نړیواله ورځ ده، خو کندهار کې د رسنیو مسوولین وايي چې دغه ولایت کې دوو دغو غږیزو رسنیو خپل فعالیت د مالي ستونزو له کبله درولی دی.

دوی وايي که د غږیزو رسنیو سره مرسته ونشي، ښایې ډېرې نورې بندې او څوکلنې لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

په  داسې حال کې چې د کندهار ولایت خلک د مالومات ترلاسه کولو غوره سرچینه راډیو بولي، ځکه وايي برېښنا، انټرنټ او ټلویزیون نشته، خو د رسنیو مسوولین بیا د حکومت د لوړو مالیاتو، مالي سرچینو نشتون او د حکومت له لوري نه پاملرنه ستونزې بولي.

د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد یوسف وايي په ولسوالیو کې د بریښنا د نشتون له امله له ماشومتوبه د معلوماتو تر لاسه کولو لویه مرجعه راډیو بولي.

هغه زیاتوي د راډیو له اوریدو سره عادت شوی او د کلیوالي سیمو د اوسیدونکو په ژوند کې يې مثبت بدلون راویستی دی:«په ولسوالیو او کلیوالي سیمو کي زموږ د معلوماتو یوازېنۍ منبع همدا راډیو ده، چي موږ يې د ماشومتوبه تر اوسه اورو، ځکه هلته موږ بریښنا، انټرنیټ او تلویزیون نلرو، یعني ژوند مو پر عصري ډول نه دی برابر، اوس هم خلک په خپلو ځمکو کې بزګري کوي او هم راډیو اوري او بیلا بیل معلومات ورڅخه تر لاسه کوي.»

خو په کندهار کې د راډیوو مسولین وايي د حکومت د لوړو مالیاتو، مالي سرچینو نشتون او د حکومت له لوري د نه پاملرنې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او که پاملرنه ورته ونشي، ښایې ډېرې راډیوګانې بندې او کارکوونکي یې بیکاره شي.

کندهار کې د تبسم راډیو مشر، صدیق الله افغان په دې اړه وايي:« په لومړي ځل کې راډیوګانو په ډېر ښه ډول سره خپل فعالیتونه پیل کړل، ځکه د ځینو مرستندویه موسیساتو له لوري ورته بودجه ورکول کیده، خود تېرو دریو کلنو راپدیخوا زموږ د کارکوونکو میاشتني امتیازاتو کې کمی راغلی دی، موږ مصارف نه شو پوره کولی او د دې ترڅنګ د حکومت له لوري لوړ مالیاتو له امله هم له ستونزو سره مخ یوو»

د کلید راډیو مسوول، اسدالله حکیمي زیاتوي:«‎حکومت په دې برخه کې چې د غږیزو رسنیو د ستونزو حل راوباسي یا مرسته وکړي متاسفانه هېڅ هم نه دي کړي، یعنې ورځ په ورځ زموږ فعالیتونه کمزوري کیږي، د خپروونو او نشراتو کیفیت مو ټیټیږي او ځیني کارکوونکو ته چې باید د کار د قانون سره سم امتیاز ورکول شي، لاهم زموږ کارونه نور ستونزمن کوي.»

د راډیو کارکوونکی، امید سمسور زیاتوي:«‎مخکي داسې و چې یا د خصوصي شرکتونو له لارې او یاهم د نورو ادارو له لارې په اعلاناتو باندې مو کار کېدو، خو اوس د غږیزو رسنیو راډیوګانو مالي ملاتړ کوونکي بیخي کم شوي دي او که وضیعت همداسې وي، ډېر کسان به خپل فعالیت و دروي.»

بل خوا د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه کندهار ولایت کې د غږیزو رسنیو د ستونزو په اړه اندیښنه ښه يي او دوی وايي که په دغه ولایت کې د غږیزو رسنیو لپاره مالي سرچینې پیدا نشي، په رسنیزه برخه کې به د کندهار د څو کلنو لاسته راوړنې هسې لاړې شي.

د هېواد په سویل کې د «نۍ» ادارې مسوول، سمیع غیرتمل په دې اړه وايي:«که پر کیفیت وږغیږو کیفیت لري، خو د مالي ستونزو نشتون د راډیوګانو فعالیتونه پیکه کړي دي، که هغه ادارې چې د رسنیو ملاتړې دي او په دې برخه کې کار کوي، مرسته ونه کړي، هغه لاسته راوړنې چې دلته موږ په تېره لسیزه کې د رسنیو په برخه درولودې دا به ټوله په اوبو لاهو شي.»

خو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي په غږیزو رسنیو کې د کیفیت د لوړولو په برخه کې یې ډېرې مرستې کړې دي، خو دغه اداره نشي کولی چې په ډې برخه کې د رسنیو سره دوامداره مرسته وکړي، یوازې بنسټونه د مرستې لپاره هڅولی شي.

کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر، محمد ابراهیم سپيڅلی څرګندوي:«دا خو خصوصي راډیوګانې دي او تر دې وړاندې چې دوی فعالیت پیل کړي باید خپل مالي منابعې وسنجوي، بیا کار پیل کړي، دا واقعیت دی چې راډیوګانې مو مالي ستونزې لري، خو موږ له خپلې طریقې سره له دوی سره مرسته کوو، هڅه کوو سوداګر او نورې ادارې وهڅو چې له دوی سره مرسته و کړي.»

کندهار کې د ۱۵ راډیو ګانو له ډلې دمګړی ۱۳ يې فعالیت کوي او په دغه راډیو ګانو کې کابو ۲۵۰ کسان په ستونزمن حالت کې کار کوي.

کندهار کې د د غږیزو رسنیو مسولین وايي لوړ مالیات، مالي سرچینو نشتون او د حکومت نه پاملرنه ستونزې بولي او وايي که ستونزې هوارې نشي، ښایې ډېرې راډیوګانې بندې او کارکوونکي یې بیکاره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه