بالاخره ملي یووالي حکومت نن (شنبې د لیندۍ په ۴ مه) ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، دغه ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.
دا په داسې حال کې ده چې کابو نیمه کابینه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې استازي ژمنیو رخصتیو ته له تلو وړاندې، په دې اړه پرېکړه وکړي.
د ملي دفاع وزارت د څوکۍ لپاره، طارق شاه بهرامي
د کورنیو چارو وزارت لپاره، ویس احمد برمک
د سرحداتو او قومونو او قبیلو وزارت لپاره، محمد شیفق ګل اغا شیرزی
د ټولګټو وزارت د څوکۍ لپاره، یما یاري
د اقتصاد وزارت لپاره، مصطفي مستور
د لوړو زدهکړو وزارت لپاره، نجیب الله خواجهعمري
د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره، نرګس نهان
د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت لپاره، فیض الله ذکي
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ لپاره، شهزادګل اریوبي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره، محمد حمید طهماسي
د کرنې او اوبو لګولو وزارت لپاره نصیر احمد درانی
او مجیب رحمان کريمي د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د نوماند وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاس کولو لپاره معرفي شوي دي.
له دې وړاندې، د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي ویلي وو چې د نوماند وزیرانو په هغه نوملړ کې بدلون راغلی چې له دې مخکې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته استول شوی وه.
د ولسي جرګې استازو تېر لمریز کال کې، د بهرنیو چارو، ټولګټو، لوړو زدهکړو، پوهنې، ټرانسپورټ او هوايي چلند او مخابراتو وزیران د دې لپاره بې واکه کړل چې خپله پراختیايي بودیجه یې له ۷۰ سنلې څخه کمه لګولې وه.
له هغه مهاله تراوسه، بې واکه شوي وزیران همدارنګه خپلو دندو ته دوام ورکوي او حکومت هم د هغوی پر ځای نور کسان ولسي جرګې ته معرفي نه کړل.