Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رخشنانې پلار:لور مې ۳ میاشتې د طالبانو په بند کې وه؛د سنګسار عاملان باید ونیول شي

د رخشانې پلار او مور وايي چې طالبانو لورمې ۳ میاشتې زنداني کړې وه، که چېرې ولسمشر غني د دوی د لور سنګسار کوونکي و نه نیسي ، نو د دغې کورنۍ ټول غړي باید په ډزو سره ووژني .

د رخشانې پلار چې له خپلې کورنۍ سره د فیروز کوه له غلمین سیمې څخه تښتېدلی، اوس د غور په مرکز کې اوسېږي .

د رخشانې پلار همداراز وایي چې، زورواکو کسانو د ده یوه شپږ کلنه لور هم تښتولې وه او څو کلونه کېږي چې برخلیک یې مالوم نه دی .

دغه کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه کوي .

دغې کورنۍ فیروزکوه ښار ته پناه وړې او وايي رخشانې درې میاشتې د طالبانو په بند کې تېرې کړې او له هغې وروسته چې د ۵۰۰ زره افغانیو غوښتنه یې رد شوه طالبانو هغه مړه کړه او مړی یې د دوی د کور مخې ته وروړ.

دوی وايي چې طالبانو اجازه ورنه‎کړه چې د جنازې مراسم یې ترسره کړي او په پټه توګه خاورو ته وسپارل شوه.

د رخشانې پلار عبدالکریم څرګنده کړه:"د رخشانې له وژلو څخه وروسته طالبانو او سیمه‎يیزو زورواکو په ځلونو پر موږ برید وکړ ترڅو د دغې کورنۍ ټول غړي ووژني؛خو موږ په شپه کې کور پرېښود او له ماشومانو سره مې د فیروز کوه ښار ته راغلم".

د رخشاني پلار زیاته کړه که چېرې ولسمشر د هغه دلور د سنګسار عاملین ونه نیسي باید د دې کورنۍ ټول غړي ووژني.

دغه کورنۍ غمجنه کیسه لري، کله چې رخشانه لس کلنه وه یوه معیوب کس ته یې په نکاح کړه خو هغه له کوره وتښتېده او د دغه سړي کورنۍ د رخشانې یوه شپږ کلنه خور د هغې په بدل کې ورسره بوتله او تراوسه دا کورنۍ د خپلې دغې کوچنۍ لور له برخلیکه بې خبره ده.

د رخشانې ورور وايي: "موږ له دولت او له ولسمشر څخه غواړو چې د رخشانې وژونکي ونسي او زما یوه کوچنۍ خور مې چې تراوسه له زورواکو سره ده بېرته واخلي او زموږ امنیت ټينګ کړي".

دغو ماشومانو هم د دې لپاره چې ژوندي پاتې شي خپل ښوونځی یې پرې اېښی دی.

د رخشانې کوچنۍ خویندې له حکومت څخه غواړي د دوی خوندیتوب ته پاملرنه وکړي ترڅو ونه وژل شي او د زده کړې زمینه ورته برابره کړي.

د رخشانې پلار او مور وايي چې طالبانو لورمې ۳ میاشتې زنداني کړې وه، که چېرې ولسمشر غني د دوی د لور

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه