Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رستاخیز غورځنګ پر لاریون کوونکو د برید دوسیې پر نه څېړلو نیوکې

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزید یار او د رستاخیز غورځنګ پر لاریون کوونکو د برید او د سالم ایزید یار د جنازې پر مراسمو د برید د قربانیانو ځينې خپلوان د تورنونو د دوسیو په څېړنه کې پر حکومت تور پوري کوي چې ګواکې دوګونی چلند کوي.

دوی وايي چې حکومت پر لویې څارنوالۍ فشار راوړی چې د دغو دوسیو څېړنه څو ځلې وردوي او حتا هڅه یې کړې ده چې اصلي تورنو ته برایت ورکړي.

په کابل کې د رستاخیز غورځنګ پر اعتراض کوونکو او د سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو له بریدونو ۳ کاله وروسته اوس د وژل شویو کسانو خپل خپلوان په هغه برید کې امنیتي چارواکي په لاس لرلو تورنوي.

د ولسي جرګې مرستیال محمد علم ایزید یار په دې اړه وویل:«د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست له لویې څارنوالۍ او څېړونکي پلاوي سره همکاري نه ده کړې او سندونه یې لویې څارنوالۍ ته نه دي ورکړي او برعکس هڅه یې کړې چې اصلي تورن سپين کړي.»

دوی وايي، په هغه وخت کې لویې څارنوالۍ د یادو بریدونو په تړاو ۱۷ کسان ګرم وبلل؛ خو په دې بریالۍ نه شوه چې له هغوی پوښتنې او ګروېږنې وکړي.

ښاغلي ایزید یار زیاته کړه:«د تورنو دوسیه چې اولس تنه په کې شامل دي چې په کې افسران او جنرالان هم په کې شامل دي له نیمګړتیاو سره محکمې ته استول شوې ده.»
   
د رستاخیز غورځنګ غړی پاشاه بینا هم وايي:«ما خپل ۱۲ وروڼه دلته له لاسه ورکړي او د عدالت غوښتنې لپاره یې غږ پورته کړی دی او ومې ویل چې ارګ دې امنیت ټينګ کړي خو په ډزو یې ځواب راکړ.»

رستاخیز غورځنګ د کابل په زنبق څلور لار کې تر یوه موټر بم برید دوه ورځې وروسته، په کابل ښار کې پراخ لاریونونه پیل کړل؛ خو په هغه وخت کې بیا د امنیتي ځواکونو له لوري وځپل شو.

پخوانی وزیره آمنه افضلي هم څرګندوي:«موږ ډېرې ناوړې پېښې لرې چې د عدالت غوښتنې او ازادۍ لپاره یې حرکت کړی و او دا چې جنایت کېږي او که د عدالت غوښتنې لپاره حرکت کېږي ځپل کېږي.»
 
د کابل د ولایتي شورا پخوانی وکیل او د رستاخیز غورځنګ غړی استاد موسی وايي:«باید حکومت ځواب ووايي دلته قلم په لاس ځوانان وژل شوي دي.»

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم وویل:«په دې لړ کې د دې سربېره چې زه حکومتي مسوولیت نه لرم خو د عدالت لپاره د قانون په پلي کېدو کې د یوه هېواد د وګړي په توګه ځان مسوول ګڼم.»

ورته مهال لویه څارنوالۍ وايي چې د رستاخیز غورځنګ پر لاریون کوونکو د برید دوسیه بشپړه او محکمې ته استول شوې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جشمید رسولي په دې اړه وویل:«د غبرګولي د میاشتې پېښه په بې پرې او رڼه توګه څېړلشوې او دوسیه اړوندې محکمې ته استول شوې ده.»

حکومت په هغه وخت کې پر رستاخیز غورځنګ د برید له امله د کابل ګارنیزیون قومندان ګل نبي احمدزی او د کابل امنیه قومندان حسن شاه فروغ له خپلو دندو ګوښه کړل.

شریک یي کړئ