Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روان کال په لړ کې له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو زیاتوالی

د کډوالونړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه نږدې ۳۴۰ زره هغه افغانان چې په ایران کې يي بې برخلیکه توګه ژوند کاوه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په داسي حال کې چې په همدې موده کې له پاکستان څخه یوازې ۱۸۰۰ افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي.
 
په ایران کې د کورونا وایرس پراختیا ،د ایراني پیسو بې ارزښته کېدل او هلته د افغان کډوالو د ورځنیو عوایدو کمېدل هغه لاملونه دي، چې ډېری افغانان بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي. 

ذبیح الله ۷ کاله په ایران کې کارګر و او په دې موده کې څو ځلي په اجبري توګه بېرته افغانستان ته رالېږل شوی؛ خو دغه ځوان وايي، په افغانستان کې د بې کارۍ له امله اړ شوی و چې، په ایران کې له اسنادو پرته د ژوند کولو کړاونو ته ځان ورکړي او له راستنولو وروسته بېرته هغه هېواد ته مخه کړي.

هغه زیاتوي:«ایران د افغانستان په څېر نه دی مثلاً له دې ښاره بل ښار ته په ارامه تګ راتګ وکړئ. پوستې تلاشي وي، موټر له سند پرته سورلۍ نه پورته کوي.»

د ذبیح الله خور معصومه هم وايي:«ورته مو زنګ واهه، ډېری ورځې یې کار نه درلود. که چېرې کار یې درلود، د کار پیسې یې معلومې نه وې. یعنې د کار څېښتنو یې پیسې نه ورکولې زه په جریان کې یم - کار کووي خو د کار پیسې یې نه ورکوي.»

د کډوالۍ د نړیوالې تولنې له لوري د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې، په تېرو څه کم شپږو میاشتو کې، شاوخوا ۳۴۰ زره هغه افغانان چې په ایران او پاکستان کې یې له اسنادو پرته ژوند کاوه، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې منځ کې، څه باندې ۳۳۷ زره کسان له ایرانه او څه کم ۲ زره کسان بیا له پاکستانه بېرته راستانه شوي دي.

له ایرنه راستون شوی ذبیح‌الله وايي:«پلار مې هم زنګ وواهه، ناروغي هم ډېره شوې وه، همدا کورونا، کووېډ نولس!! ناروغي زیاته شوې وه، زنګ یې وواهه چې راشه، قمیتي هم زیاته شوې وه، نه صرفېده! هر څومره دې چې کار کاوه ټول مصرفېدل.»

په دې اوونۍ کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نوماند وزیر په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی تهران ته ولاړ.

د افغانانو لپاره مصوونیت، ښه ژوند او د بشري حقونو رعایت هغه مسایل وو چې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د کابل او تهران استازو په دې سفر کې پرې هوکړه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګندوي:«راتلوونکې میاشتې، د دغو کمېتو په ګډون (د دواړو لورو کمېتې) له ایران افغانستان او که اړتیا وي له افغانستانه به ایران ته سفر کړي چې د دغه هوکړه لیک د عملي کېدو لپاره اقدامات وکړي.»

په ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېسیون رییس عتیق رامین هم زیاتوي:«د افغان کډوالو د ژوند د ښه والي په پار، ښه کار دی. د هغو هوکړو په اړه چې د دواړو لورو ترمنځ شوي ديو هیله لرو چې صادقانه وي.»

ایران ته د افغان حکومت سفر د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په اوبو کې د ایراني ځواکونو له لوري د ځينو افغانانو له ډوبولو او د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو پر موټر د ایراني ځواکونو له برید وروسته ترسره شو.

له دغه سفر سره سم، تهران له کابل سره تر راتلوونکو درېیو میاشتو پورې د یوه ستراتیژیک تړون له لاسلیک کېدو هم خبر ورکړ؛ خو د یادې هوکړې د جزییاتو په اړه دواړو لورو لاتر اوسه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه