Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روژې میاشتې په لړ کې کابل کې غلاوو او وژنو زیاتوالی موندلی

د کابل پولیس وایي د روژې میاشت کې د وژنې او د وسایطو د غلاوو پېښې زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي چې د روژې میاشتې په اوږدو کې تر اوسه، یوازې په قره باغ ولسوالۍ کې د قتل ۸ پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره د کابل امنیې قومنداني وایي، په تېره یوه میاشت کې کابل کې شاوخوا ۳۰۰ جنایي پېښې شوې چې په تړاو یې له ۳۴۰ تنو زیات نیول شوي دي.

 د کابل پولیسو د سه شنبې په ورځ د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د خپلو عملیاتو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.

 په وروستۍ یوه میاشت کې په کابل کې همدارنګه تر شلو زیاتې د وژنې او تر شلو زیاتې د موټرو د غلا پېښې شوې، دا هغه جرمونه دي چې پولیسو ته یې ډېر سرخوږی جوړ کړی دی.

د کابل امنیه قومندان داوود امین په دې اړه وویل:«حتا کورنۍ وژنې دي. پلار زوی او زوی پلار، وراره، تره، په همدې بڼه په ځينو حوزو کې د دې پر سر چې ولې دې ماته وکتل ولې دې ونه کتل، په چاقو او یا هم کومې بلې جاریحې الې سره یو بل وهلي دي.»

په دې موده کې د کابل قره باغ ولسوالي د پلازمېنې د هرې برخې پرتله ډېر د وژنو شاهده وه .

دا هغه ولسوالي ده چې امنیت وضعیت یې ورو ورو اندېښنې راپارولې دي.

ښاغلي امین زیاته کړه:«داسې نه ده چې د قره‎باع جرمونو لپاره دوسیه اچول شوې نه وي، دوسیه ورته اچول شوې او پېښه تر څېړنې لاندې ده؛ خو واقعاً قره‎باغ خپل یو لړ ستونزې لري.»

اخوا د کابل پولیسو تر پنځوس میله زیاته سپکه او درنه وسله چې په بېلابېلو عملیاتو کې یې نیولې، د ملي دفاع وزارت ډایاګ پروګرام ته وسپارله.

دا هغه پروګرام دی چې له مخې یې ناقانونه وسله راټولېږي او ټاکل شوې ده دا وسلې له ارزونې او ترمیم وروسته بېرته پوځ ته ورکړل شي.

د ملي دفاع وزارت د ډایاګ پروګرام مسوول سید جلال سیدي په دې اړه وايي:«د ولسمشر د حکم پر بنسټ ډایاګ د بیاځلې لپاره جوړ شوی چې د افغان په هر زون کې کار او فعالیت کوي، حتا په ولایتونو او ولسوالیو کې هم.»

د کابل د پولیسو په وینا، تېره یوه میاشت کې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې له نشه‎یې توکو سره مبارزه هم د دې لامل شوې ده چې د پولیسو په نېږدې یو سلو اوه څلوېښتو عملیاتو کې یو سلو پنځوس تنه ونیول شي.

 په دغو عملیاتو کې تر ۳۰ کیلو ګرامو زیات نشه‎یې توکي تر لاسه شوي دي.

د کابل پولیس وايي چې د روژې میاشتې په لړ کې د جنايي جرمونو ګراف لوړ شوی هغوی وايي په وروستۍ یوه میاشت کې تر شلو زیاتې د وژنې او تر شلو زیاتې د موټرو د غلا پېښې شوې، دا هغه جرمونه دي چې پولیسو ته یې ډېر سرخوږی جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ