Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روښنايي غورځنګ اعلان وکړ چې د حکومت پر ضد به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي

د د روښنايي غورځنګ یوشمېر غړو د دغه غورځنګ د وژل شویو کسانو د څلویښتۍ په مراسمو کې وویل ترهغه وخته چې حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ورکړی په لازیاتو خوځښتونو به لاس پورې کړي.

د زمري په دویمه نېټه د دغه غورځنګ غړو د خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره په لاریون پورې کړل، خو د دغه لاریون په لړ کې چې د کابل په دهمزنګ کې په لاره اچول شوی وه د یوه مرګوني ځانمرګي برید په پایله کې ۸۷ تنه مړه او په سلګونه تنه نور ټپيان شول.

د دغه غورځنګ عالي ولسي شورا،د جمعې په ورځ د مزاري په مصلي کې سره راغونډ او د وژل شویو کسانو یادونه یې وکړه او یو ځل بیا یې پر خپلو غوښتنو ټينګار وکړ.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وویل:«هغه حکومت د چې د برابرۍ له شعار سره یې د واک پر څوکۍ څنګ لګولی نن همدا حکومت د نابرابرۍ په سمبول بدل شوی دی.»

خو اوس نورې غوښتنې هم لري.

د ولسي عالي شورا غړي،ذوالفقار امید ویلي دي:«زموږ غوښتنې زیاتې شوې دي.له دې وروسته د قدرت په برخه کې خبرې کوو.»

د روشنايي جنبش یوشمېر غړي په هغو کسانو چې له دې غورځنګ څخه بهر شوي دي نیوکه کوي.

له دې سره سره د روشنايي جنبش غړي خبرداری ورکوي که چېرې غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورنه کړل شي نو مدني حرکتونه به وکړي.

د د روښنايي غورځنګ یوشمېر غړو د دغه غورځنګ د وژل شویو کسانو د څلویښتۍ په مراسمو کې وویل ترهغه وخته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه