د روڼتیا د څار بنسټ د خیالي سرتېرو شمېر د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت تر رپوټ څخه هم زیات ګني.
ناټو په افغانستان کې د خیالي پوځیانو شمېر ۳۲ زره ګني خو د روڼتیا د څار بنسټ په دې برخه کې ډېرې څېړنې غواړي.
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې له دې وروسته یوازې د هغو پوځیانو حقوق ورکول کېږي چې نومونه یې د بایومتریک په سیستم کې شامل دي.
د افغانستان د دولتي ځواکونو کره شمېر څومره دی؟
د روڼتیا د څار بنسټ د عدالت غوښتنې د څانګې مسؤول محمد ناصر تیموري وايي:«څه دا چې سرتېري په یوه ولایت کې په دنده ګمارل شوي وي،خو امن ولایت ته تللي وي،یا دا چې سرتېري په یوې ولسوالۍ کې ګمارل شوي وي،خو د ښار په مرکز کې وي،او یا هم د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې وي؛خو د لوړپوړو حکومتي چارواکو امنیت ونیسي.کهچېرې تاسې له دغه پراخ تعریف سره د خیالي امنیتي ځواکونو څېړنه وکړئ،پیدا به کړئ چې د دغې کچې پراختیا له هغه څه څخه زیاته کړه چې افغان دولت یې وايي.»
ملي دفاع وزارت تل دا رپوټونه رد کړي دي، آن د یوه خیالي سرتېري شتون هم ردوي. خو کورنیو چارو وزارت په دې اړه د څېړنو د پیل خبره کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«په تېرو څو میاشتو کې،یا د جګړې په تېر موسم کې،په بېلابېلو برخو کې زموږ بنسټونه له ننګونې سره مخامخ شول او موږ ډېر زیان ولید؛خو د دغو نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره هڅې په بشپړه توګه یوه جدي مسئله ده او د خیالي ځواکونو مسئله مو تر ډېره کچه توانېدلي یوو چې دغه ستونزه حل کړو.»
په داشان اوضاع کې داسې اندېښنې هم مطرح کېږي که چېرې د فساد په اړه دا راپورونه په پراخه کچه په امنیتي ادارو کې ریښتیا وي، نودا به څه پایله ولري.
پخواني پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه څرګنده کړه:«په اصل کې دغه سرتېری چې د خیالي په نامه دی،دا یو ستر ګوزار دی!اردو ته یو قوي ګوزار دی!له همدې امله دی چې موږ نه یوو توانېدلي چې د خپلو سرتېرو ستره برخه جګړې ته واستوو.»
د افغانستان د یوه پوځي ورځنی لګښت له زرو افغانیو ډېر دی. که څه هم چې بهرني ځواکونه وايي ۳۰ زره د پوځ سرتېري خیالي دي، هر کال د دغو سرتېرو لګښت ۱۱ مېلیارده افغانۍ کېږي. خو داچې څو کاله داشان وضعیت وو او دا پیسې چا ترلاسه کړي روښانه نه ده.