Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رڼو ټاکنو په ترسراوي د ولسمشر غني ټینګار

افغان ولسمشر اشرف غني نن (سې‎شنبې د غبرګولي په ۱۴مه) د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي پر روڼتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي غني په ارګ کې له ځينو دولتي چارواکو سره د اختر لمونځ ادا کړ او په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره یې دعا وکړه.

هغه ولسمشرۍ ته له ټولو نوماندانو څخه وغوښتل څو له هغه سره کېني او ټاکنو د اخلاقي اصولو په اړه خبرې وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي.

ولسمشر د لمانځه له ادا کولو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د غونډې په اړه خبرې وکړې او اعلان یې وکړ چې پاکستان ته به یې سفر عملي پایلې ولري.

هغه همدارنګه وویل چې پاکستان ته د سفر په اړه یې د اسلام اباد بلنه منلې ده او ټاکل شوې په راتلوونکې میاشت کې اسلام اباد ته ولاړ شي.

ولسمشر څرګنده کړه چې د کوچني اختر له رارسېدو او د سولې خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره یې څه باندې ۸۷۰ بندیانو د ازادۍ فرمان صادر کړی دی. 

ښاغلی غني وايي چې پاکستان ته د سفر په اړه یې د اسلام اباد بلنه منلې ده او ټاکل شوې په راتلوونکې اوونۍ کې اسلام اباد ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ