د زابل نوبهار ولسوالۍ امنیه قومندان او یوه سرتېري دوو جلا پېښو کې ژوند بایللی دی.
سیمه ییز چارواکي وايي د نوبهار ولسوالۍ امنیه قومندان، صاحب جان تېره ورځ(شنبې د چنګاښ په ۲۸مه نېټه) د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله ژوند بایللی.
د شهرصفا ولسوال، صمد درانی څرګندوي، پېښه په داسې حال کې شوې ده چې دغې ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې د ښاغلي صاحب جان د سورلۍ موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.
د دې تر څنګ د زابل امنیتي چارواکي وايي په شملزو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.