Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زده کړو لپاره د یوې مور مینه او لوړه روحیه

جهان تاب، هغه مېرمن چې له خپل دوه میاشتني ماشوم سره څه باندې ۱۰ ساعته مزل وکړ ترڅو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي، هغه له زښته زیاتې ستاینې سره مخ شوه.

جهان تابې څلور کاله مخکې د دایکندي د میرامور ولسوالۍ په یو کلي کې ښوونځی پای ته ورساوه په داسې حال کې چې د درېیو اولادونو مور ده.

لس ساعته ستونزمنه لار يي وهلې او دایکندي ولایت ته يي ځان رسولی ترڅو پوهنتون ته د تلو او کانکور ازموینه کې ګډون وکړي.

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي ښيي چې مېرمن جهان تاب له خپل دوه میاشتني ماشوم سره ناسته او د کانکور د سوالونو ځوابونه لیکي.

جهان تاب اوس کابل ته راغلې ده هغه وايي:«له دې سره چې په موږ په داسې سیمه کې ژوند کوو چې حتا ښوونځی هم نه‎لري، خو ما تل غوښتل چې درس ولولم او پوهنتون ته لاره پیدا کړم؛ ساعتونه لار مې مزل کړه ترڅو مرکز ته ورسېدم او ځان مې د کانکور ازموینې ته ورسوه.»

د دغې مېرمنې نوم له هغې وروسته د خلکو په ژبو کیناست چې یوه ښوونکي د کانکور په ازموینه کې د دې مېرمنې او  په غېږ کې یې د ماشوم انځور په خواله رسنۍ کې خپور کړ.

 دغه مېرمن وايي، که څه هم د هېواد په ډېری سیمو کې د مېرمنې د عکس خپرول عیب دی خو زیاتوي چې کورنۍ يې له دې څخه ملاتړ کوي.

د دې مېرمنې خاوند د دایکندي میرامور ولسوالۍ په یو کلي کې بزګر دی، خو دغه مور سخته د لیک لوست تږې ده او پوهنتون ته د تلو لپاره د خپلې کورنۍ ملاتړ له ځان سره لري.

د جهان تاب خاوند عیسي وايي:«کله چې زه د خپلې ښځې د بریا په اړه څه اورم خوشحاله کېږم؛ مېرمن مې چې هرڅومره بریالۍ شي زه خوشحاله کېږم.»

بلخوا زهرا یګانه دغه مېړه او مېرمن له دایکندي ولایت څخه کابل کې خپل کور ته د هغوی د لوړې انګیزې له کبله راوستي او د جهان تاب هڅې د افغان میرمنو لوړ مرام بولي.

اغلې زهرا په دې اړه زیاته کړه:«ما تل ویلي چې د افغانستان مېرمنې د نړۍ تر ټولو زړورې مېرمنې دي؛ له دې سره چې د پرمختګ لپاره هېڅ هم نه‎لري؛ خو کارونه یې تل د ژبو پر سر وي او سترې لاسته راوړنې لري.»

جهان تاب د ښوونځي په نم ټولګي کې وه چې واده يې وکړ او اوس‎مهال دوه لوڼې او یو زوی لري.

دغه مېرمن اوس‎مهال ۲۵ کلنه ده خو وايي، عمر او ماشومان يي د زده کړو مخه نه شي نیولی.

شریک یي کړئ