وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
افغانستان

د زرغون بهیر غړو په هرات کې د حکمتیار له حضوره لاریون وکړ

د زرغون بهیر او د هرات د سرزمین په نوم د شورا غړو، هرات ته د ګلبدین حکمتیار د سفر پر ضد لاریون وکړ.

لاریونوالو، د حزب اسلامي مشر،د خلکو پر وېشلو تورن کړ او ویل یې، چې هرات د خلکو د وېشلو ځای نه دی.

د هرات د سرزمین شورا غړي قاسم حعفري په دې اړه وویل:«موږ د ننني لاریون ګډونوال هرات ته د ګلبدین حکمتیار حضور نېک مرغه نه بولو او دا شان فعالیتونه د دغه هېواد د خلکو ترمنځ د یووالي او یو مټي والي پر ضد بولو.»

لاریون کونکي وايي د حزب اسلامي مشر به په دې ولایت کې په دریو ورځو کې د سیاسي ډلو جوړولو هڅې وکړي او ددغه ګوند فعالیتونه به پراخ کړي.

خو دوی ټینګار کوي چې د ښاغلي حکمتیار پروګرامونه د هېواد په ګټه نه دي.

لاریون کوونکې فاطمه جعفري په دې اړه څرګنده کړه:«موږ نن د اعتراض په توګه سره راغونډ شوي یوو او غواړو دا ووایوو چې د علم او فرهنګ ښار د افغانستان د خلکو د ژونکي ځای نه دی.»

د زرغون بهیر غړی عبدالرحمان عزیزي هم په ډاګه کړه:«موږ تل په هېواد کې دعدالت د ترلاسه کولو لپاره هڅې کړي او اوس هم د افغانستان د ابادۍ، ازادۍ او سر لوړۍ لپاره عدالت غوښتنه کوو.»

ګلبدین حکمتیار د سه شنبې په ورځ په خپل لومړي ولایتي سفر کې د هرات په جامع جومات کې خلکو ته وینا وکړه او په نوموړي ولایت کې یې په رسمي توګه د حزب اسلامي دفتر پرانیست.

په هرات کې د زرغون بهیر او سرزمین شورا یو شمېر غړو د چهار شنبې په ورځ دغه ولایت ته د حزب اسلامي د مشر د سفر پرخلاف لاریون وکړ.

شریک یي کړئ