Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زعفرانو کښت عصري بڼه او دعایداتو زیاتوالي لپاره د تګلارې جوړېدل

هاشم اسلمي هغه کس دی چې هېواد کې د زعفرانو کښت یې عصري بڼې ته اړولی او همدارنګه تګلاره یې جوړه کړې ده چې د هغه پر بنسټ زعفران کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.

 اسلمي چې د کابل پوهنتون له کرني پوهنځي فارغ شوی. وايي چې د دغې تګلارې عملي کېدل به د زعفرانو تولید زیات کړي او له دې لارې به د کروندګرو او دولت عایدات زیات شي.

د کرنې په برخه کې یې لس کلنه تجربه د کډوالۍ پر مهال ایران کې تر لاسه کړې ده. له کډوالۍ وروسته هرات ته راغی او هملته یې د یوه کلي دننه څلور کروندګرو سره یوځای د زعفرانو د کرنې تجربه وکړه.

دی اوس پر دې باور دی چې د زعفرانو د کرنې په زیاتېدو او تر خوا یې کیفیت ته پاملرنه به نه یوازې دا چې نړیوالو بازارونو کې د افغان زعفرانو نوم پورته کړي، بلکې د کروندګرو په ژوند به هم مثبت اغېز وکړي.

ده د زعفرانو د کښت طرحه لومړی په هرات کې عملي کړه، وايي چې هغه مهال چا باور نه کاوه چې دا کار به ګټه ولري.

کرنیز څېړونکی هاشم اسلمي وايي:«کله چې موږ پيل وکړ حتا تر ۲۰۱۲ چې د زعفرانو د کښت څخه څلوارلس کاله وروسته وو، چا افغانستان د زعفرانو د تولیدونکي هېواد په توګه نه پېژانده، خو نن د زعفرانو د ۳۰ تولیدونکو هېوادونو په منځ کې درېیم ځای لري.»

ښاغلی هاشمي پر دې باور دی چې د افغانستان اب و هوا دې ته برابره ده چې د نړۍ د زعفرانو پنځوس سلنه اړتیا پوره کړي.

بلخوا د اسلمي مېرمن طلعت اسلمي وايي له لومړي سره د خپل خاوند د طرحو ملاتړې وه او تل یې له هغه سره یې د طرحو په عملي کولو کې همکاري کوله.

هغه زیاتوي:«کور ته یې راوړل او ډېر مو وچ کړل او بسته بندي مو کړل، د زعفرانو په اړه مو دا دوه کاره ډېر په کور کې کړي دي.»

زعفران د ځینې ځانګړنو په لرلو سره په ورځني شکل په لسګونه خوراکي توکو کې کارول کېږي، خو ښاغلی اسلمي بیا له زعفرانو سره مینه لري او نه یوازې دا چې پر مېز یې زعفراني چای شته، بلکې شوله، حلوا او زعفراني کیک هم پرې لیدل کېږي.

د اسملي لور چې له هېواده بهر ژوند کوي وايي بهرنیانو ته د دغه بوټي د معرفي کولو لپاره اړتیا ده چې د پوهاوي ستر پروګرامونه ترسره شي.

د هاشم اسلمي لور اسما اسلمي وايي:«دوه کاله کېږي چې په المان کې ژوند کوم په دغو دوه کلونو کې د هغوی په مارکېټونو کې ما زعفران ونه ولیدل، یوازې په یوه پلورنځي کې چې نمونه یې اېښې وه بس. فکر کوم د زعفرانو په اړه د اروپايي هېوادونو پېژاند هغه وخت شونی دی چې د دغه بوټي د پوهاوي په اړه پراخ پروګرامونه عملي شي.»

هاشم اسلمي وايي، دا کار یې ډېر ځوروي چې د افغانستان زعفران د نورو هېوادونو په نوم نړۍ ته صادرېږي چې دا کار د هېواد د زعفران کرانو پر وړاندې لویه ستونزه او خیانت دی.

کرنیز څېړونکی اسلمي وايي چې د زعفرانو د تولید زیاتوالي په پار یې تګلاره جوړه کړې ده او دا تګلاره به د کروندګرو او دولت د عایدات د زیاتوالي لامل شي.

شریک یي کړئ