Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زنبق څلورلارې د چاودنې په تړوا درې تنه نیول شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې دغه بنسټ د زنبق څلور لارې د چاودنې په تړاو د حقاني شبکې درې تنه غړي نیولي دي.

په دغه موټر بم چاودنه کې چې د ۱۳۹۶ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د ټانګر ډوله موټر په واسطه د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو سوه مټرۍ کې وچاودول شو ۸۵ تنه یې ووژل.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کسان د میدان وردګو ولایت اصلي اوسېدونکي دي او په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې د دغه برید په پلانولو کې یې لاس لرلی دی.

د دغه ریاست په وینا، دغو کسانو په څو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرلی دی.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په لویې څارنوالۍ کې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي وو چې پر انټر کانټېننټل هوټل د برید په تړاو اته تنه د مخکې له خوا مجرم وشمېرل شول او پر بند محکوم شول.

د زنبق څلور لارې په موټر بم چاودنه کې چې د ۱۳۹۶ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د ټانګر ډوله موټر په واسطه د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو سوه مټرۍ کې وچاودول شو ۸۵ تنه یې ووژل.

شریک یي کړئ