Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زور زیاتۍ پر ویلو د ولسي جرګې د دوو غړو تورنېدل

 د ولسي جرګې ځینې غړي، د دغې جرګې پر لومړي مرستیال همایون همایون او د جرګې یوه بل غړي لالي حمیدزي باندې تور پورې کوي، چې د شپې ناوخته د ولسي جرګې ټلوېزیون ارشیف ته ننوتي او د ټلوېزیون مسوولینو ته د پیسو په ورکړې سره ځینې اسناد یې له ځانه سره وړي دي.

همایون همایون او لالی حمیدزی دا خبره نه ردوي چې د ولسي جرګې ټلوېزیون ته نه دي ننوتي. خو وایي زورواکي یې نه ده کړې او چاته یې پیسې هم نه دي ورکړي.

دوی د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس تورن کړی، چې د جرګې د خبرونو په خپرواي کې دوه ګونی چلند کوي.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه د لفظي شخړو له کبله پرته له پایلې پای ته ورسېده.

له دې سره د جرګې ځینو غړو، د ولسي جرګې د مشر او لومړي مرستیال پر ګوښه کولو ټینګار کاوه.

فساد، زورواکي او ناقانونه چلندونه له هغو تورونو شمېرل کېږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړې يې د دغه جرګې په نورو غړو پورې کوي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچاه مجیدي په دې اړه وايي:«د ملي شورا الحاقیې ته ننوځي، او د د شپې ۱۱ بجې د ټوپک پر زور دننه په الحاقیه کې د ملي شورا ملي ارشیف ته ننوځي.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال هر ډول زورواکي، او د پيسو ورکړه او له ارشیف څخه د اسناد اخیستل ردوي خو په دې تړاو لالی حمیدزی توندغبرګون ښيي.

همایون همایون په دې اړه وویل:«نه کوم ارشیف اخیستل شوی او نه پیسې وېشل شوي دي.»

د ولسي جرګې غړی لالی حمید زی بیا وايي:«که‎چېرې د ملي ګټو پر خلاف خبرې وکړې خوله دې ‎څيرې کوم. څنګه وایې چې ډارېږم که نه ډارېږم.»

لفظي شخړې  زیاتېږي ترهغې چې لالی حمیدزی هڅه کوي له ګل پاچا مجیدي سره لاس اوګېریوان شي او عبیدالله بارکزی د ولسي جرګې لومړي مرستیال پر لور ورځي.

د ولسې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«هغه ورور د خبرې هېڅ پروا ونه کړه له ځایه پورته کېږي او لاس او ګېروان کېږي. دا د دغه کور د مقام او د تربیې پر خلاف دی.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دغو لانجو اصلي لامل د دغې جرګې رییس او لومړی مرستیال بولي او د دوی په ګوښه کولو ټينګار کوي.

د ولسي جرګې او د دغه جرګې د دارلانشاء په رییسانو د فساد له تورونو یوه میاشت تېرېږي، او د دغه جرګې ډېری عمومي غونډې د رییس او لومړي مرستیال د لفظي شخړو له دوام سره پای مومي.

شریک یي کړئ