Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زوی د مړینې د غږ له اورېدو یوې مور ساه وکړه

د یوه سرتېري مور، په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د خپل زوی د وژل کېدو له امله مغزي سکته وکړه او ساه یې ورکړه.

دا سرتېری محمد شفیع نومېده. د محمد شفیع مېرمن وايي له هغې وروسته کله چې خاوند یې ووژل شو، موږ یې د ډېر غم له لاسه د خبرو کولو توان له لاسه وکړ او په پای کې مغزي سکته وکړه او مړه شوه.

محمد شفیع یو له اتو پولیسو څخه دی چې څه باندې دوه میاشتې مخکې په کابل کې د عطامحمد نور پر پلویانو د ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.

د محمد شفیع مېرمن فوزیه، اوس له حکومته غواړي چې له هغې ملاتړ وکړي:«حکومت دې ما او زما کورنۍ ته پاملرنه کړي او له بې برخلیکۍ څخه دې موږ وژغوري. اوس زه په خپله، زوی او د خاوند خور مې زموږ د راتلونکي په اړه اندېښمن یوو.»

د محمد شفیع مور له هغې ناروغۍ وروسته چې د زوی له مړینې وروسته شوکه شوې او ور پښه شوې وه تېره ورځ د مغزي سکتې له امله مړه شوه.

د محمد شفیع ماما امرالله په دې اړه وویل:«کله چې د ۲۳ کلن زوی جنازه یې ورته راوړه، له خبرو کولو پاتې شوه تر کله چې په خپله مړه شوه. اوس یې د زوی او د دې له مرګه وروسته، یوه نږور، درې میاشتنۍ لمسۍ او یوه لور پاتې دي.»

محمد شفیع د وژل کېدو پر مهال ۲۳کلن وه. ویل کېږي څه باندې یوکال کېده چې نوموړی د پولیسو په لیکو کې وه.

د محمد شفیع ورور عبدالودود وايي:«دا ډول پولیسو له کورنیو چې وژل شوي او د مور پوښتنه یې ونه‎شي، موږ له حکومت بله څه تمه لرلای شو؛ له دې پرته چې له هغوی واټن واخلو.»

د محمد شفیع تر وژل کېدو وروسته د نوموړې کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده. خو د شفیع د مور مړینه د دې کورنۍ د غم کچه زیاته کړې.

د محمد شفیع خور سمیرا وايي:«تر هغې چې شفیع ژوندی وه، ښه وه. که‎څه هم په کرايي کور کې مو ژوند کاوه، او د شفیع معاش هم ۱۰ زره افغانۍ وه، زموږ د ژوند وضعیت ښه نه وه، خو له مرګ څخه مخکې ښه وه.»

زلیخا چې د خپل پلار د وژل کېدو پر مهال شل ورځنۍ وه اوس درې میاشتنې ده. د زلیخا مور د خپلې ماشومې د راتلونکې په اړه اندېښنه لري.

د محمد شفیع د کورنۍ داستان ښايي له هغو زرو داستانو څخه یو وي چې د خپل د اړتیاوو یوازني برابرونکي له وژل کېدو وروسته له داسې برخلیک سره مخامخ کېږي.

شریک یي کړئ