Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیي او دفاعي ځواکونو د یونېفورم استفادې په اړه اندېښنې

ځينې هېوادوال، د ملي شورا د غړو او همدارنګه د ځینو سیاستوالو د ساتونکو له خوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یونېفورم استفاده د قانون په خلاف کار ګڼي.

دغه هېوادوال وايي چې ځينې دغه ساتونکي د دغو جامو په اغوستو سره په سرغړونو او حتا په جنايي جرمونو لاس پورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا د غړو او د سیاستوالان، حتا د ځانګړو امنیتي ځواکونو یونېفورم اغوندي او تګ راتګ کوي.

 د سمیع‎الله د یوه هېوادوال (مستعار) نوم په دې اړه وايي:«باید د پولیسو یونېفورم جلا وي، د اردو جامې جلا وي، هېڅ باید د وکیلانو ساتونکي له دغو جامو استفاده وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وویل:«د دې غوښتنه کوي چې د پارلمان د امنیت مسوول په ټول کې وکیل صاحبان دغه موضوع د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړي او د کورنیو چارو وزارت د دوی د یونېفورم ډول غوره کړي.»

ملي امنیت شورا وايي چې ډېر ژر یوه طرحه چمتو او عملي کوي څو د ملي شورا د غړو او نورو سیاستوالو د ساتونکو د وسلو لېږد او همدارنګه یونېفورم مشخص شي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په دې اړه وویل:«د وسلو لېږد، د ساتونکو البسه او د وکیلانو او سیاستوالو پورې ټولې اړوندې موضوعګانې تنظیم شي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې پخوانی مرستیال همایون همایون چې څو ساتونکي هم لري او ساتونکي یې له پوځي جامو استفاده کوي، د کورنیو چارو وزارت د ملي شورا د غړو د ساتوونکو د یونېفورم په نه مشخصولو کې په بې پروایۍ تورن وي.

هغه زیاته کړه:«هېڅکله دې ته حاضر نه شول چې د ویکلانو ساتوونکو ته یو ډول مشخص جامې چمتو کړي.»

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمي بیا وايي چې په دې اړه پر یوې مناسبې لارې کار کوي.

هغه څرګنده کړه:«د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له ملي شورا سره پر یوه مکانیزم او کړنلارې کار کوي. هغه ستونزې چې د وسلو، وسایطو او یونېفورم په اړه شتون لري الی د میاشتې تر پایه حل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت چې د ولسي جرګې د ۹۰ استازو وسلې دغه بنسټ نه دي چمتو کړي او مالومه نه ده چې له کومه ځایه تامین شوي دي. پر دې سربېره د کابل د ټرافیکو ریاست وايي چې د ولسي جرګې ډېری استازي، د قانون پر خلاف د «و،ح» او «م، ج» له پلېټونو په خپلو موټرو کې استفاده کوي.

د کورنیو چارو وزارت او د ولسي جرګې استازو هوکړه کړې چې تر راتلوونکو څو میاشتو دا ستونزې حل کړي.

هېوادوال وايي چې ځينې دغه ساتونکي د ملي امنیت او دفاعي ځواکونو د جامو په اغوستو سره په سرغړونو او حتا په جنايي جرمونو لاس پورې کوي.

شریک یي کړئ