Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرپرستیو ستونزه؛ ولسي جرګه نویو وزیرانو ته صندوقونه نه ږدي

د ولسي جرګې غړو دوشنبې(دغويي۲۵مه) پرېکړه وکړه، ترهغې چې حکومت ولسي جرګې ته د اوه بې واکه شویو وزیرانو پرځای نوی کسان ورونپژني ولسي جرګه به د نورو نوماند وزیرانو لپاره د رایو صندوقونه نه ږدي.

تمه وه چې د ولسي جرګې اداري هیت دملي  دفاع ، د کانونو او پیترولیم او کار او ټولنیزو چارو د  نوماند وزیرانو د معرفی دوخت او دوي ته د رایو د اچولو د صندوقونو د ایښودولوپه اړه پریکړه وکړي خو د ولسي جرګې نورو غړو له دغې کار سره مخالفت وکړ.

د ولسي جرګې غړی، عبدالقیوم سجادي وايي:«تر هغې چې حکومت د ټولو سرپرستانو پر ځای نوي وزیران ونه پيژني موږ باید څو نوماند وزیرانو ته د رایو صندوقونه نه ږدو.»
 
همداراز بل غړی، صالح محمد سلجوقي زیاتوي:«موږ د خلکو استازو په توګه د ملت په کور کې نشو کولی چې له خپلو هغو واکونو چې قانون راکړي ناوړه ګټه واخلو.» 

تېر کال ولسي جرګې د بهرنیو چارو، ټول ګټو، لوړو زده کړو، پوهنې، ترانسپورت او مخابراتو وزیران هم بې واکه کړي دي، اوس ولسي جرګې پریکړه کړې تر هغه وخته چې حکومت دغو وزارتونو ته نوي کسان معرفي نکړي دوي به نورو نوماند وزیرانو ته د رایو صندوق کې نه ږدي.

له هغې وخته تر اوسه بې‎واکه شوي وزیران خپلو کارونو ته دوام ورکوي او پر ځای یې نور وزیران هم نه دي پېژندل شوي.

د ولسي جرګې رئیس، عبدالرووف ابراهیمي څرګندوي:«حکومت د درېیو نوماند وزیرانو اسناد ولسي جرګې ته رالېږلي دي؛ خو ستاسو د خلکو استازو په غوښتنه، تر څو چې حکومت بې‎واکه شویو وزیرانو پر ځای نورې څېرې ونه پېژني، موږ به ورته د رایو صندوق نه ږدو.»

د اوو وزارتونو ترڅنګ چې وزیران یې بې واکه شوي، له څو میاشتو راهیسې د اطلاعاتو او کلتور او قومونو او قبایلو چارو وزارتونه هم د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

حکومت د ملي دفاع د نوماند وزیر طارق شاه بهرامي، د کانونو وزارت د نوماندې وزیرې، نرګس نهان او د کار او ټولنیزو چارو د نوماند وزیر فیض اله ذکي تحصیلي اسناد ملي شورا ته لیږلي دي

شریک یي کړئ