Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنګانو کې چاودنه؛ ۱۰ تنه وژل شوي او له پنځوسو زیات ټپیان دي

د سمنګان ولایت ملي امینت ریاست ودانۍ مخې ته چاودنه شوې ده.

د والي ویاند، محمدصدیق عزيزي وايي چاودنه نن له غرمې مخکې (دوشنبې د  چنګاښ په ۲۳مه نېټه) شاوخوا یوولس بجې شوې ده.

هغه د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي:«تر اوسه دا نه ده څرګنده چې چاودنه د موټر بم یا هم د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.»

د سمنګانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ملي امنیت ریاست برید کې ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له پنځوسو زیات ټپیان دي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي چې سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.

 په همدې حال کې د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالخلیل مصدق څرګندوي چې تر اوسه د دریوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۴۳ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې برید د موټر بم په مرسته ترسره شوی دی.

طالبانو د برید مسوولیت منلی.

 په همدې حال کې د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالخلیل مصدق څرګندوي چې تر اوسه ۲۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ